ورزش

مصطفى اميني د هيواد د فوټبال له ملي ټيم سره يوځاى شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
د آلمان د دورتمند د پايه يي ټيم لوبغاړي مصطفى اميني د خپل هيواد (افغانستان) د فوټبال د ملي ټيم غړيتوب ومانه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې : مصطفى اميني چې کلونه کلونه کيږي په استراليا کې ژوند کوي؛ د دورتمند له پايه يي ټيم سره يوځاى شوى دى.
دافغانستان د فوټبال فدراسيون د امريکا د سفارت په همکارۍ د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم د پياوړتيا په خاطر د هيواد د فوټبال د لوبغاړو د پيژندنې پروګرام پيل کړ چې له دغې لارې څخه په استفادې سره په بهرکې افغاني لوبغاړي وپيژني او د هيواد ملي ټيم ته يې جذب کړي.
مصطفى پخوا د استراليا د سنترال کويست د فوټبال په کلپ کې لوبه کوله.
تراوسه پورې له دې لارې د منصور فقيريار او نورو په شان څيرې د هيواد د فوټبال له ملي ټيم سره يوځاى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته