نړۍ

مصر له فرانسې څخه جنګي بيړۍ پيري

قاهره بي بي سي  / باختر د تلې  دمياشتې  ١٩  :
مصرله  فرانسې سره د دوو جنګي بيړيو د پيرودنې قرارداد   لاسليک  کړى دى
د فرانسې صدراعظم مانوئل  والس دريو عربي هېوادونو ته د خپل سفر په پيل کې  دغه قرارداد  د قاهرې په  ښارکې لاسليک کړ.
ده په قاهره کې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې  وويل :  مصر د هغو بحرانونو   د حل کولــو  لاره محوري شريک دى چې سيمه يې تر خپلې اغيرې  لاندې  راوستې ده.
ده  زياته کړه :  چې نړۍ  يوه ځواکمن او  باثباته مصر ته  اړتيا لري  او  ويې ويل :
موږ ګډ دښمن لرو چې   د داعش ډله ده.
د مصر صدارعظم شريف اسماعيل  هم  د دواړو هېوادونو  ترمنځ  زياتيدونکو پوځي  اړيکو هرکلى وکړ او ويې  ويل : د دوو جنګي بيړيو پيرودل  د همکاريو د کچې د زياتيدو لپاره يو  بل ګام دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته