نړۍ

مصر ته دايراني سيلانيانو ورتګ منع شو .

تهران فرانسپرس   باختر د تلي لسمه :
دمصر حکومت پرون اعلام وکړ چې  له ايران سره يې توريستي اړيکې دتعليق په حالت کې راوستي دي .
دفرانسې خبري آژانس دنيلي دخبري تلويزيوني شبکې له خولې خبر راکړ : 
دغه تصميم دمصر دتوريزم وزير اعلام کړ او ويلي  يې دي چې دغه تصميم  دامنيتي  دليلونو له مخې نيول شوى دى  .
ايران او مصر دتير  کب  په مياشت کې سياحتي تفاهم ليک  دمصر دجمهور رييس محمدمرسي دجمهوري رياست په  دوره کې  لاسليک  کړي و .
دمرسي د ګوښه کيدو له وخت څخه له ايران سره دمصر اړيکي چې دمرسې  په رامنځته کيدو سره  تودې شوي وې ،  مخ په سړيدو دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته