کابلباخترد تلې د مياشتې ١٦ :
مصر په هرات ولايت کې دپرمختيا بهير دګړندي کولو دمرستې په خاطر په بيارغاونه اوداقتصادي اوفرهنګي همکاريو دودې په برخو کې دمشارکت علاقمند دى.
په کابل کې دمصر دعربي جمهوريت لوى سفير ماجد عبدالرحمن دهرات له والي سيدفضل الله واحدي سره په کتنه کې وويل ، دغه هيواد علاقمندي لري چې دهرات ولايت ته دښار جوړولو ، روغتيا ، کرنې اوبڼوالۍ د چارو دماهرانو داستولو ، ځوانانو ته دتحصيلي بورسونو دورکولو ، مصرته دبزګرانو او بڼوالو دسفر دتدارک ، په هرات کې دکرنې اوبڼوالۍ دسکتور دپياوړي کولو زمينې برابرې کړي .
ده وويل : دغه همکارۍ به په هرات کې دبهرنيو چارو وزارت دنمايندګې درياست له لارې همغږې شي .
دهرات والي دمصر دفني اوعلمي همکاريو دپيل له امله هرکلى وکړ او ددواړو هيوادونو ددوستۍ لرغونو اړيکو ته يې اشاره وکړه او ډاډ يې ورکړ چې دهرات سيمه ييزه اداره هم ددغو پروګرامونو دعملي کيدو په خاطراساسي اقدامات ترلاس لاندې نيسي .
دا لومړى ځل دى چې مصر په هرات کې دکرنې دسکتور دپياوړتيا اوپراختيا په چارو کې ونډه اخلي.
هرات دانګورو او شفتالو دبڼوالۍ په برخو کې دهيواد له سترو ولايتونو څخه دى که چيرې دبڼوالۍ پروګرام په ستندرد ډول عملي شي اوپه نړيواله کچه دبازار موندنې زمينه برابره شي بڼوال کولاى شي ددغه ولايت دعوايدو دښه منبع په توګه بدل شي .
دهرات ولايت دميوو له پلوه يوه بډايه سيمه ده چې يوسلو شل ډوله انګور لري او انګور يې ډير شهرت لري.
0 1 دقیقه لوستل