سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

مصیبت که اقلیمي بدلون؛ امریکا، چین او ځینې نور هېوادونه باید د بغلاني سېلاب ځپلو تاوان ورکړي

کابل، د غوايي ۲۳مه، باختر

تبصره

له بده مرغه بغلان او د هېواد نورو سیمو کې سېلابونو زمونږ زرګونه هېوادوال شهیدان، ټپیان، نادرکه او یا هم سخت زیانمن کړي، چې د شهیدانو کورنۍ او نور زیانمن اوس مهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د اسلامي امارت مسولین سیمې ته پر وخت رسېدلي او د خلکو په ژغورنه کې یې مرسته کړې، خو باختر ته رالېږل شویو انځورونو کې ښکاري، چې زیان بېخي زیات دی.

یو انځور کې لیدل کېږي، چې د بغلان امنیه قومندان او نور مسوولین د سېلاب په خړو ګډ دي او خلک ژغوري.

د حکومت ترڅنګ ځینې خیریه بنسټونو، موسسو، ملي سوداګرو او لوبغاړو هم د مرستې ژمنه کړې او سیمې ته یې خپل کاري ټیمونه لېږلي، چې باید مننه یې وشي.

دا سمه ده، چې دغه ډول پېښې د الله ج له خوا مخې ته راځي، خو دا هرڅه یو لامل لري، هغه لامل چې د نړۍ مسلمان او غیر مسلمان ساینس پوهان او ټکنالوژي یې تاییدوي او هغه اقلیمي بدلون دی.

نړیوالو رسنیو د راپورونو، ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې د برخې د معلوماتو او نورو سرچینو له قوله ویل کېږي، چې ځینې هېوادونه لکه چین، د امریکا متحده ایالات، هند، اروپایي ټولنه او ځینې نور هېوادونه د ډېر کاربن ډای اکساید تولید سره د اقلیمي بدلون رامنځته کولو کې لاس لري او اکثریت نور هېوادونه لکه افغانستان بیا له دغه مورد څخه اغېزمن کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته