کابلباختردغويي ٤ مــــــه
د افغانستان دبهرنيو چارو وزير د افغانستان اوامريکا ترمنځ داوږد مهالو ستراتيژيکى همکاريو د موافقه ليک د مسو دى په باب د فضل هادى مسلميار په مشرۍ د مشرانو جر ګي غوندي ته معلومات ورکړل
باختراژانس ته د مشرانو جرګي د مطبو عا تي دفتر د معلو ما تو له مخې دبهرنيو چارو وزيرډاکتر زلمي رسول وويل: دغه موافقه ليک په اتو برخو کې برا بر شوي دى چې د وا ړه لوري د لسو کلو نو په پاى کې کولاى شي د هغه په فسخه کولو ، تعديل يا تمديد تصميم و نيسې اود غه موافقه ليک په يوې سريزې سره چې دد وا ړو هيوادو نو برا برحقوق اود افغا نستان خپلوا کي مسجل کوي چې دد موکراتيکو ارزښتو نو سا تنه او پيا وړ تيا ، د هميشنې امنيت تا مينول دسيمه ييز امنيت او همکاريو پيا وړ تيا ، اقتصادي او ټولنيزه پرمختيا ، په افغا نستان کې د حکومتوالۍ د مرکزونو پيا وړ تيا اود حکمو نو بشپړول پکى شا مل دي ،
د بهرنيو چارو وزير په داسي حال کې چې ددغه موافقه ليک بيلا بيلى برخې بيا نو لى وويل: په افغا نستان کې د ا مريکا په دايمې اډى خبري نه دى مطرح اود جيلو نو اداره په خپله په افغا نا نو پوري اړه لري ددغو ځوا کو نو له خوا دشپي له خوا عمليات بنديږي
ده زيا ته کړه دغه موافقه ليک يو لړ الزاميتو نه لري اود ملکي مرستو ،د امنيتې ځوا کو نو دسمبالولو ، د ښوونې او رو زنې د لوړولو ، په روغتيا يي خد متو نو او اساسي څارنو د لاس بري ، له اداري فساد سره دمبار زي ، د اقتصادې بنسټ د پيا وړ تيا ، دپياوړي مالى نظام د جوړولو اود ا مريکا د متحده ايالا تو په همکاري په ترا نسپورتي زرا عتي اود انرژي او او بو د بنسټو نو د جوړ ولو زمينه برا بر وي
ده وويل : ددغه موافقه ليک له مفادو سره سم به د افغا نستان له حکومت سره موا زى جوړ شتو نه له منځه لاړ شي ، د نړيوالې ټولنې زيا تې مر ستې به د افغا نستان ددولت له لاري ولګول شي او نغدى مر ستې به چې حدود به يي وروسته معلوم شي د ملي اردو دسمبالولو او پيا وړتيا اود هيواد د بنسټو نو د پيا وړ تيا لپاره په وا ک کې ورکول کيږي او هم د موافقه ليک د ميکانيزم دتطبيق په خا طر يو دوه اړ خيز ګډ کميسيون به د ژمنو د تطبيق څرنګو الى وڅيړي
د بهرنيو چارو وزير څرګنده کړه چې په دې مسوده کې ددوديزې لوى جرګي سلا مشوري اود ملي شورا دد وا ړو مجلسو نو وړانديزونه په هيواد کې د نافذو قوا نينو محتوا او د افغا نستان ګټې ، خپلوا کي اوځمکنې بشپړ تيا په پا م کې نيول شوي ده اوله ملې اونړيوالو قوانينو او معيارو نو سره سم ددوا ړو هيوادو نو د جمهورو رئيسا نو له لاسليک وروسته ملي شورا ته وړا ندې کيږي او دا د خلکو د استازو حق دي چې هغه په کليت کې تا ئيد يارد کړې
ډاکتر زلمي رسول زيا ته کړه : له تروريزم اود هيواد له بهرنيو ګوا ښو نو سره د مبا رزي اود نظا مي تاسيسا تو دپايښت د ا مريکا يي ځواکو نو دشتون او موقعيت دڅرنګوالى او ٢٠١٤ کال ور وسته د هغو دقا نونمند کيدو په خا طر به يو بل موافقه ليک چې د همدې موافقه ليک يوه برخه ده لاسليک شي چې هغه به هم د تاييد يارد په مقصد پارلمان ته و ليږل شي
وروسته يو شمير سناتورا نو خپلي نظر يي پو ښتنې او وړا نديزو نه طرحه کړل چې يو شمير يې ددغه موافقه ليک لاسليک يو عيني ضرورت اود هيواد له ګټو سره سم و باله ، خو د مجلس يو شمير غړو د دغه موافقه ليک دځينو مادو د نه څرګند والى ، د امنيتې ستو نزو د زيا تو الې په افغا نستان کې د ګاونډيانو د نه لاس و هنې دتضمين د نشتو الى او له ٢٠١٤ کال وروسته په افغا نستان کې د امريکا د قسمې شتون له ا مله دځينو ګاونډيا نو د نارا حتي ، د موافقه ليک دتطبيق لپاره د قوى تضمين د نشتو الى او له ټولو څخه مهم ددغه موافقه ليک په متن کې ددغو په اصطلاح بخښنو څخه له افغا نستان څخه د ا مريکا د لوري دغو شتنې اوګټو د نه معلو موالى له ا مله خپلى انديښنې څرګندې کړې
دبهرنيو چارو وزير وويل: د ا مريکا غو شتنه او علا قمندى له ښي حکو متو الى ، له اداري فساد سره له مبار زي ، د اقتصادي او مالي سيستم له شفافيت اود کو کنارو اود کرکيلى پرخلاف له مبار زي سره ده
ده زيا ته کړه له ګاونډيا نو سره مو اړيکى نيو لى چې د ا مريکا له پوځى تاسيسا تو څخه ددوي په هيوادو نو کار نه ا خيستل کيږي او په هغه صورت کې چې افغا نستان له بهرڅخه وګوا ښل شي د افغانستان د لوري په غو شتنه به د جدى ګوا ښو نو دښنډولو لپاره د افغا نستان له لوري په سياسي ، اقتصادي اونظامى برخو کې مر سته وشي
دغه را ز د بهرنيو چارو وزير دشيکا ګو د کنفرانس په باب چې يوه برخه به يې له افغا نستان څخه په را تلونکو لسوکلو نو کې د نا تو د مالي مر ستو ټا کل کيدل احتوا کړې اود تو کيو د کنفرانس په باب چې په را تلونکو لسو کلو نو کې د افغا نستان د اقتصادى ودى لپاره د نړيوالو مر ستو ددوام په اړوند په را تلو نکو اوونيو کې جو ړيږي د مجلس غړو ته لنډ معلو مات وړا ندې کړل