سیاست

مشرانو جرګه د قطر د سولې بهير پایلې هغه وخت معتبر بولي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۶ مه
د ملي شورا مشرانو جرګې د قطر سولې بهیر له پایلو څخه په محطاتانه لید سره یاد بهیر هغه وخت معتبر او د مثبتو پایلو لرونکې وګڼه چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت په لار واچول شي.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه غونډه چې د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوړه شوې وه سناتورانو د سولې د ناستې په اړه چې د دوو ورځو له پاره د قطر او آلمان په کوربه توب د افغانستان د یو شمېر سیاسیون، طالبانو او د امریکا د استازی زلمي خلیلزاد په حضور سره جوړیږي، د شک او تردید په سترګه ګوري، څرګنده یې کړه چې د جګړې او وینې تویولو د پای ته رسېدو له پاره تر ټولو ښه لار د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د مخامخ خبرو او ناستو جوړل دي تر څو ډاډمنې او تل پاتې سولې ته ورسیږو، له دې پرته د سولې د ټینګښت له پاره روښانه راتلونکې نه لیدل کیږي. همدا راز سناتورانو د طالبانو سره د امریکا د ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد د اوو پړاوو خبرو اترو د جزئیاتو په اړه د اطلاعاتوو غوښتونکې شول تر څو خلک په دې برخه کې معلومات ترلاسه کړي.
په غونډه کې د تخار او بدخشان ولایتونو سناتورانو په یادو ولایتونو کې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د چاڼیزو او ګټورو عملیاتو څخه چې د دښمنانو د ټکولو او پراخو سیمو د بیرته نیولو سبب شوي، هرکلې وکړ او په یادو دوو ولایتونو کې یې د امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو څخه ستاینه او قدرداني وکړه، خو یو شمېر نورو سناتورانو وویل، چې په غور، زابل، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې امنیتي وضعیت نازک او د اندېښنې وړ دې چې باید د وسله وال پوځ ځواکونه د تخار او بدخشان په څېر دښمن ته غاښ ماتوونکې ځواب ورکړي.
په غونډه کې د فاریاب ولایت جمعه بازار کې د ملکي خلکو د تلفاتو او د جوزجان په قوش تیپه کې د لسګونو سرتیرو د اسارت او د پکتیا په مچلغو بند کې د سرتیرو د تلفاتو څخه په خواشینۍ سره یادونه وشوه او د یادو پېښو د څېړنو غوښتونکې شول.
دغه رازغونډې په جبهو کې د طالبو د درنو تلفاتو، کندهار او زابل ولایتونو ته د جمهور رئیس د وروستیو سفرونو د ارزښت او د احمد شاه بابا په نوم د کندهار د هوایي ډګر او د جنرال رازق په نوم د هوایی ډګر د سړک د نومولو او د یو شمېر ټولګټو پروژو په پلي کیدو کې د جمهور رئیس له پرېکړو او له نوموړي څخه د خلکو د هرکلې څخه خبرې اترې وشوې.
دغه راز په غونډه کې وویل شول، ټاکل شوې د هېواد خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې څخه په پلازمېنه او ولایتونو کې د شاندارو مراسمو په نیولو سره لمانځنه وشي، چې یو نیک ګام وګڼل خو هیله کیږي چې خلک جشن د جشن په شان ولمانځي او د بی نظمیو، ډزو او غیر شرعي کړنو څخه ډډه وکړي.
د کابل ښار آریانا افغان- ترک لېسه کې د خبریالانو د وهلو له امله په څو پولیسو نیوکه، د ملي امنیت له خوا د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د دوو تنو استادانو په نیولو نیوکه او د مشهود جرم په نه لرلو سره د یادو استادانو په خوشی کولو ټینګار، د امریکایانو له خوا د پوځي تاسیساتو د جوړېدو په موخه د بګرام پوځې اډې د پراختیا احتمال، د داعشیانو او طالبانو له شتون څخه د کنړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په پاکولو ټینګار، بهرنیو چارو وزارت کې د مقرریو د څرنګوالي په اړه د جمهور رئیس فرمان څخه هرکلې، دندې ته د نورستان ولایت د امنیه قوماندان د نه حاضریدو، د شاهن ۲۰۹ قول اردو د قوماندان د نه ګټورتیا، د کرکټ بورد په راس کې د مسلکي او کارپوه افرادو په ګمارنه ټینګار او ځینې نور مسایل په نننۍ غونډه کې مطرح شول.
د بحثونو په پای کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د وسله والو مخالفینو سره د لاس لرلو په تور د پوهنتون د دوو تنو استادانو د نیولو په اړه ټولیزو شبکو کې د رپوټ د خپرېدو په تړاو وویل، په یاد مورد کې باید حکومت په مستند ډول له خلکو سره د پېښې جزئیات شریک کړي چې آیا دغه مسله حقیقت لري کنه؟ او په هغه صورت کې چې رښتیا وي باید عدلي او قضایی ادارو ته وروپیژندل شي له دې پرته د هېواد د علماو سپکاوې او زورول په هیڅ ډول د منلو وړ نه دې او باید له داسې مواردو څخه په جدي توګه ډډه وشي.
د مجلس رئیس وویل، د سولې په تړاو هر ډول حرکت ته د قدر په سترګه ګوري خو په تمه یو تر څو په قطر کې روانه ناسته څه ډول پایلې له ځانه سره لري؟ او مشرانو جرګه به د یادې ناستې اړوند خپل دریځ اعلام کړي.
د مشرانوجرګې رئيس تخار او بدخشان ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه او له امنیتي سکتور مشرتابه یې وغوښتل تر څو د جوزجان، فاریاب، ارزګان، سرپل او غور ولایتونو امنیتي وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د وېره اچوونکو د فعالیتونو مخه دې ډپ کړي.
په پای کې سناتورنبیه مصطفی زاده جاپان کې د ښځو سیاسي رهبرانو ناسته کې د ګډون څخه د مجلس د پلاوي رپوټ او سناتور مولوي غلام محۍ الدین منصف د بشري حقونو سره د پارلماني تعامل سمینار کې د ګډون څخه د مجلس د پلاوي رپوټ چې په سویس هېواد کې جوړ شوې وو وړاندې کړ، چې مفصل جزئیات به یې د مشرانو جرګې د کمېسیونونو په خبری سرویس کې خپورشي.
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته