مسکو غواړي چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله کې پوځونه ځاى پرځاى کړي
مسکوباختر د ثور٢٨
په کابل کې د روسيې سفير د رويټرز له خبري آژانس سره د مرکې په ترڅ کې ويلي دي چې روسيه په پام کې لري، کله چې د ناټو په مشرۍ ځواکونه د ر اتلوونکى کال په پاى کې له افغانستان څخه وځي، له افغا نستان سره د تاجکستان په پوله کې سرحدي سا توونکي ځواکونه ديره کړي.
مسکو چې په افغانستان کې يې يوه اوږده او له ناتار ډکه جګړه تيره کړې ده؛ د نشه يي تو کو او تروريزم په ګډون، د ګواښ او روسيې ته په مرکزي اسيا کې د پخواني شوروي جمهوريتونو له لارې د هغو د رسيدو له امله انديښنه لري .
اندري اوسيتسيان د پنجشنبې په ماښام په کابل کې د روسيې په سفارت کې رويترز ته وويل چې موږ ددغو ګواښونو د بندولو لپاره ترغوره بولو چې د افغانستان په پو له کې له دغې ستو نزې سره مبارزه و کړو.
ده وويل چې موږ مخکې له دې له تا جکستان سره د افغانستان په پوله کې پراخ شتون درلود. په هغه وخت کې حالت ډير ښه و، دا دروسيې ، تا جکستان او آن د افغانستان په ګټه ده ؛ که څه هم روسيه په سرحدي سيمه کې شتون ولري .
په کابل کې دروسيې سفير وويل: ښايي د روسيې سرحدي ځواکونه په دې باب د عملي ډګرته ور ودانګي، خو د هر راز ارقامو له وړا ندې کولو څخه يې ډډه وکړه.
د روسيې سرحدي ساتوونکي په معمولي ډول له افغانستان سره د تاجکستان په پوله کې ګز مې کوي ، خو په ٢٠٠٥ کال کې له دغې پولې څخه ووتل او قدرت يې په پشپړه توګه سيمه ييزو ځواکونوته وسپارل اوستيسيان وويل چې د روسيې د سرحدي ځواکونو د ګومارلو په باب بايد د تا جکستان موافقه ترلاسه شي.
د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د تاوتريخوالى پراختيا، د بهرنيو ځواکونو وتلو ته له دوو کلونو څخه د کم وخت پاتې کيدو د روسيې ا نديښنې را پارولې دي چې په شمالي قفقازکې له اسلامي اړو دوړ او دغاه راز له هيروئينو څخه له پراخې استفادې او د (اچ آى وي) او د ايډز په ويروس د اخته کيدو د موادو د پراختيا له زيا توالى سره مبار زه کوي .
په ١٩٨٩ کال کي له افغانستان څخه د پخواني شوروي دپوځونو له وتلو وروسته د افغانستان حکومت ډړې وړې شو اود قدرت دترلاسه کولو لپاره سيالۍ د کورنۍ جګړې سبب شوه . ددغو کلونو په بهيرکې د کابل پراخې سا حې ويجاړې شوې او په ١٩٩٦ کال کې قدرت ته د طالبانو د رسيدو لپاره لاره پرا نيستل شوه .
ټا کل شوې ده د ا مريکا دمتحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما په نږدې راتلوونکي کې اعلام و کړي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د پراخې برخې له وتلو وروسته ددغه هيواد څومره جنګي ځواکونه په افغانستان کې پاتې کيږي . زياتره افغا نان له ٢٠١٤کال وروسته دځواکونو په شمير له پو هيدو سره زيا ته علاقمندي لري .
د افغانستان جمهور رئيس ويلي دي چې امريکا ښايي له ٢٠١٤ کال وروسته ٩ اډې په افغانستان کې وساتي.