مسکو ته د کېم ډاډ؛ لوېدیځ د اوکراین په جګړه کې پوځي مداخله کوي
نړۍ، د لېندۍ ۱۰ مه، بهرنۍ رسنۍ
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون پرون د نومبر پر ۲۹ مه د روسیې له دفاع وزیر انډري بیلوسوف سره د کتنې پرمهال ویلي، چې د شمالي کوریا حکومت، پوځ او ولس د روسیې له پالیسۍ څخه ملاتړ کوي او له روسیې سره به پوځي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.
نوموړي د روسیې په خاوره له لرې واټن ویشتونکو امریکایي او انګلیسي توغندیو څخه په استفادې د اوکراین برید د لوېدیځ مستقیمه پوځي مداخله ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې روسیه حق لري له خپل ملي حاکمیت څخه دفاع وکړي.