ټولنه

مسوولين: د هرات په ولايتي شورا کې نښته څيړل کېږي

کابل/ باختر/  د غبرګولي ٢٦مه
د هرات په ولايتي شورا کې هوايي ډزې او نښته به د يو واکمن هيئت له لوري وڅيړل شي.
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي نن د ولايتي شورا په مقرکې د هوايي ډزو د دقيقې او هر اړخيزې څيړنې په خاطر اړوندو اداروته لارزمې لارښوونې وکړې.
له لفظي ناندريو او د ولايتي شورا په مقرکې د خلکو د يو شمېر استازو د ساتوونکو له خوا ډزې چې د خلکو په تېره بيا د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ  د ډار او وحشت د رامنځته کولو سبب شوې، ځانګړي ځواکونه سيمې ته واستول شول او د ولايتي شورا د امنيت د تامينولو مسووليت يې په غاړه واخيست.
  دغو ځواکونو د ولايتي شورا دروازه وتړله او غير مسوول وسله وال کسان او د ولايتي شورا د غړو ساتوونکي يې د شورا له مقر څخه وايستل .
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي چې له دغې پېښې څخه لږ وروسته سيمې ته رسيدلی و، د نظم او امنيت د تامينولو په خاطر يې اړوندو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې .
رحيمي د دولتي ادارو د ګډ هيئت په ګومارنې سره د دغې قضيې د څيړنې په خاطر يې جدي لارښوونه وکړه .
دغه هيئت دنده لري، څو د سندونو او شواهدو له مخې په ولايتي شورا کې ډزې او تاوتريخوالی وڅيړي  او سر غړونکي عدلي او قضايي مراجعوته معرفي کړي.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته