مسوولين : دکابل وارداتي برېښڼا تر نن مازيګر پورې بيا نښلول کېږي
کابل /د غبرګولې ١٣مه /باختر
د برېښنا شرکت مسوولين وايي چې د کابل وارداتي برېښنا ترنن مازيګرپورې نښلول کېږي.
دوه شپې مخکې يرغلګرو د وارداتي برېښنا يوه پايه د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د بم په چاودنې سره ويجاړه کړه .
د پرېښنا شرکت فني کارکوونکي له پرونه د دغې پايې د ترميمولو لپاره هڅې پيل کړي دي.
د دغې پايې په ويجاړېدو سره د کابل ځينې سيمې او ٧ نور ولايتونه له برېښنا څخه بې برخې شول.
د افغانستان د برېښنا شرکت وياند نيازى سنګر باختراژانس ته وويل: هيله کېږي چې ويجاړه شوې پايه به تر نن مازيګره ترميم شي.او پايتخت ته به وارداتي برېښنا ونښلول شي.
اوس د خلکو برېښنا د ١٧٠ کيلو واټه آبي برېښنا او حرارتي برېښنا څخه په وقفه يي ډول تامنېږي.
په افغانستان کې د برېښنا د پايو ويجاړول د هرې ورځې په تېرېدو سره زيات شوي دي.
يوشمېر خلک ډار اچونکي ډلې په افغانستان کې د برېښناد پايو د ويجاړولو عاملين بولي. او يوشمېر نور له حکومت څخه باج اخيستونکي ډلې او ځينې دواړه .
حکومت وايي يوشمېر کسان يې د برېښنا د پايو د ويجاړولو په تور نيولي دي.
ختم-ج-ا