اقتصاد

مسلميار د يما پطروليم دشرکت رپوت واوريد.

کابل – باختر دمرغومى پنځه ويشتمه :
دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن ديما پطروليم شرکت دفعاليتونو رپوټ واوريد.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه ددغه شرکت رييس سيدکريم آغا دخپلو فعاليتونو په باب د معلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې ددغه شرکت دستونزو په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه چې ددغه شرکت  دلارې پرسرپرتې ستونزې مې نن دمشرانو جرګه له ديوم نايب سره طرحه کړې او دمشرانو جرګې له رييس څخه يې هم وغوښتل چې دهغو دحل کولو په برخه کې له ده سره همکارى وکړي.
دمشرانو جرګې رييس دخبرو په ترڅ کې دملي سوداګرو او دخصوصي متشبثينو ستونزې په ګوټه کړې او زياته يې کړه چې دمشرانو جرګې دويم نايب به موضوع دملي اقتصاد کميسون ته وسپاري او دغه کميسيون به دهغې دحل کولو لارې چارې له اړوندو ارګانونو سره طرحه کړي.
دغه راز دمشرانو جرګې لومړى نايب محمد علم ايزديار (دآنهم)کمپنى له رييس او ځينو مسوولينو سره دخپل کار په دفتر کې وکتل او دهغوى ستونزې يې واوريدې.
په دې کتنه کې ددغې کمپنى رييس دخپلوکارى فعاليتونو په باب دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې وويل : چې دغې کمپنى نږدې شل ميليونه ډالره د ډيرې سترې سړې خونې دجوړولو په لاره کې چې دګاونديو هيوادونو په کچه سارې نه لري پانګه اچولي او دقندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې يې ددغې پروژې اساسي کارونه پيل کړي دي، خو اوس له موجب پرته ددغې کمپنى کارکوونکې او قرارداديان دغيرى مسوولو وسله والو کسان له خوا په جبر او ګواښ سره شړل شوى او ساحه يې کلابنده کړې ده.
دسنا مجلس لومړى نايب په هيواد کې دپراخ فساد په باب خبرې وکړې او ويې ويل : چې له بده مرغه دغه ستونزه په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې په پراخه توګه او په تيره بيا دقراردادونو په لاسليک کولو کې ترسترګو کيږي او ژمنه يې وکړه چې دغه ستونزې به له اړوندو مراجعو سره طرحه کړي او دحل لارې چارې به يې ولټوي .
دغه راز دمشرانو جرګې دويم نايب حاجى رفيع الله ګل افغان دملي اقتصاد دکميسيون درييس او ځينو غړو په شتون ديما پطروليم شرکت درييس کارى ستونزې واوريدې.
په کتنه کې ده دخپلو کړو وړو او فعاليتونو دڅرنګوالى په باب معلومات وړاندې کړل او وي ويل : چې همدا اوس دتيلو دواردولو او دنفتي موادو  دانحصار دوه شرکتونه په لاس کې لري چې کله ناکله وارد شوى توګي بې کيفيته او دنورم او ستندرد پرخلاف دى او هم له قرغزستان څخه دوارداتي تيلو تول کاروانونه چې دهرات ولايت دبندرونو او دهيواد دشمال دځينو بندرونو له لارې له محصول او ماليې پرته وارديږي او دسنا مجلس له دويم نايب څخه يې وغوښتل چې دستونزو په حل کولو کې دى له دغه شرکت سره مرسته وکړي .
حاجى ګل افغان د ده دخبرو له آوريدو وروسته د دوو شرکتونو په واسطه دتيلو د واردولو انحصار دخلکو په زيان وباله او څرګنده يې کړه چې داقتصادي مافيا يوشمير ټاکلي کړى هلې ځلې کوى چې دافغانسان نوى اقتصاد له منځه يوسي او دملي اقتصاد کميسيون ته يې دنده وسپارله چې په دې اړوند دى له مربوطو ارګانونو سره خبرې وکړي چې په دې غونډه کې دملي اقتصاد دکميسيون رييس وويل : چې دغه کميسيون دخپلو قانوني صلاحيتونو په چوکاټ کې په هيواد کې دنفتى توکو د واردولو څرنګوالي  داړوندو ارګانونو له مسوولينو سره دجدى خبرو په ترڅ کې طرحه کوي او هم دغه کميسيون هوډمن دى چې دنفتى توکو دواردولو ،دلابراتوارى پړاونو او دهغو دماليې او محصول  دورکولو موضوع له نږدې وڅارى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته