مسلميار دځوانانو دښوونې او روزنې پراختيا مهمه وبلله

کابل باختردکب دمياشتې ٢٩ :
دمشرانو جرګي رييس فضل الهادي مسلم يار نن دمولانا جلال الدين محمد بلخي دروغتيايي علومو دانستيتوت له رييسې سره وکتل .
دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دغې ريسيې ددغه انستيتوت دفعاليتونو په باب معلومات ورکړل او څرگنده يې کړه چې دغې اداري دکانکور دبې نتيجو کسانو دجذب په خاطر په سلو کې پنځوس تخفيف په پام کې نيولي دي او هم يې په دولتي روغتونونو کې ددغه انستيتوت دستاژرانو دموظف کولو په برخه کې دمشرانو جرګي دهمکاري اودخصوصي روغتيايي تحصيلي مرکزونو دملاتړ غوښتنه وکړه.
دمشرانو جرګي رييس دهيواد ځوانانو ته دلوړو زده کړو دزمينو دبرابرولو اودهغو دتعميم اوپراختيا په باب خبري وکړي او ويې ويل چې وړانديز به يې دمشرانو جرګي داړوندو کميسيونونو له لاري وڅيړل شي او له مربوطو ارګانونوسره به طرحه شي .
دغه راز دمشرانو جرګي لومړۍ نايب محمدعلم ايزديار په کابل کې دهند له سفير ښاغلي ګاتم موګهو پاديا سره وکتل.
په دې کتنه کې ايزديار له افغانستان سره دهندمرستې او هند ته دمشرانو جرګي دغړو وروستۍ سفر ګټور وباله او ويې ويل په دې سفر کې دهنددبهرنيو چارو له وزير ، دسنا مجلس دمرستيال او ددغه هيواد دپارلمان له ځينو غړوسره دتجربو دتبادلې دپارلماني اړيکو دټينګښت او دسوداګرۍ دپراختيا په باب خبري وکړي.
ده زياته کړه همدا اوس يوشمير افغان محصلان په هند کې په زده کړه بوخت دي . خويوشمير نور دهند په بورسونو کې ددوى له انتخاب سره سره لاتراوسه پوري هم دانتظار په حالت کې دي . هيله ده چې دهغوى دزده کړي زمينې هم برابري شي اودغه ر از غوښتنه وشوه چې دافغان مهاجرينو او ناروغانو ستونزو ته دې پاملرنه وشي .
په مقابل کې دهند سفير دغه هيواد ته دافغانستان دسنا مجلس دغړو سفر ددواړو هيوادونو داړيکو دپراختيا څرگندوي وباله اوزياته يي کړه هڅه او هاند به وشي چې افغان ځوانانو ته زياته تحصيلي زمينه برابره شي او ژمنه يي وکړه دافغانستان دسنا مجلس دغړو او ددغه هيواد دمقاماتو ترمنځ ژمني
به تعقيب کړي .
دغه راز په دې کتنه کې دمشرانو جرګي نښان دهندوستان سفير ته وړاندې شو
دغه راز د ملي اردو يوشمير جنرالانو اوفسرانو دمشرانو جرګي له لومړۍ نايب محمدعلم ايزديارسره په داسې حال کې وکتل چې ځيني سناتوران هم حاضر وو.
د يوبل هخبرله مخې دمشرانو جرګي دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان په کابل کې دفنلند دسفارت له شارژدا فيري ميرمن پياست جيروال سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دامنيت دتامينولو په دولت کې دښځو دونډې اودفنلند له مرستو څخه داستفادي دڅرنګوالې په باب خبري وکړي.
دمشرانو جرګي دويم نايب دغه راز په بيلابيلو پوځي ، روزنيزو اوبنسټيزو برخو کې دفنلند دمرستو له امله مننه وکړه او دافغان پوځي خواکونو دسمبالولو اووسله وال کولو او د جمهوري رياست په راتلوونکو انتخاباتو درايو ورکولو دمرکزونو د امنيت په تامينولو کې يې د همکاري غوښتنه وکړه او ددواړو هيوادونو ترمنځ دګټورو پارلماني اړيکو په تامينولو باندې يې ټينګار وکړ.
په مقابل کې ميرمن پياست جيروال دفنلند دمرستو په باب دمعلوماتو په وړاندې کولو سره څرگنده کړه چې له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به ددغه هيواد يوه برخه پوځيان دملي اردو او دپوليسو دځواکونو دروزنې په خاطر په افغانستان کې پاتي شي او هم يې ژمنه وکړه چې متبوع هيوا د به يې تر ٢٠١٧ کال پوري له افغانستان سره په کابل کې دنږدي ديرشو مليونو يورو مرسته وکړي