مسلميار: داسلامي انقلاب برياليتوب دهيواد دزړورو خلکو په مجاهدت سره ترلاسه شو

کابل باختردثور دمياشتي  ٦ :

دمشرانو جرګي رييس فضل الهادي مسلميار نن دکورنيو چارو وزارت دعقيدتي چارو له رييس او مرستيال سره دملي شورا په مقرکې وکتل.

دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ .

په کتنه کې دکورنيو چارو وزارت دعقيدتي چارو رييس  دخپلو کارې چارو په باب دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې د کلمه طيبه  يوه مبارکه لوحه دافغانستان داسلامي انقلاب دبرياليتوب دشلمې کاليزې له امله  دمبارکي په توګه  دمشرانو جرګي رييس ته وړاندې کړه .

مسلميار دکورنيو چارو وزارت د عقيدتي چارو داداري  دفعاليت له امله دقدردانۍ په ترڅ کې وويل  دافغانستان دخلکو اسلامي انقلاب برياليتوب د ١٣٧١ کال دثور دمياشتې په اتمه نيټه دخلکو په زړور مجاهدت او هلوځلوسره ترلاسه شوچي دهيواد ټولو ځوريدلو  خلکوپکي په فعاله توګه ګډون وکړ  اوپه ترڅ کي يي په مليونونو تنه  هيوادوال شهيدان ، معلول اومهاجرشول او ددغې ورځي نمانځنه  هغوي او دافغانستان ټول مجاهد ملت ته دوياړ بخښل دي .

دغه راز دسنامجلس رييس فضل الهادي مسلميار دکابل ولايت له امنيه قوماندان ډګر جنرال محمدايوب سالنګي سره وکتل .

په کتنه کې دمشرانو جرګي رييس  په کابل ښارکې  دوروستيو تروريستي بريدونو  د ښنډولو په لاره کې دامنيتي منسوبينو سرښندنې وستايلي او ويي ويل  چې دهيواد امنيتي ځواکونو په بيلابيلوسيمو کې دتروريستي بريدونو په کنترولولو  او ښنډولو کې وښودله  چې ښه جنګي ځواکمنۍ لري اوپه کار دي چې ددغوځواکونوپه لازيات سمبالولو اوتمويلولو کې لازم اقدامات وشي .

په کتنه کې  دکابل ولايت امنيه قوماندان وويل  چې دجګپوړو مقاماتو ستاينه  دامنيتي ځواکونو دمورال دپياوړتيا سبب کيږي او ډاډ يي ورکړ  چي له پخوا زيات دکابل ښاريانو دامنيت په تامينولو کې هڅه اوهاندکوي.

 دغه راز دمشرانو جرګي رييس دننګرهار ولايت له يوشمير سپين ږيرو اومشرانو سره وکتل او دهغوي سيمه ييزې ستونزې يي واوريدي .دوي وويل  له يولړ بيارغاونوسره سره چې په دغه ولايت کې شوي دي  لاتراوسه پورې هم خلک دبريښنا ، دڅښاک داوبو دنشتوالي ، دسړکونو دجوړولو اودروغتيايي خدمتونو له پلوه زياتي ستونزې لري  او هم يي دروان کال دکانکور په ازموينه کې په ناانډوليزچلند انتقاد وکړ .

دمشرانو جرګي رييس  دهغوي دسيمه ييزو ستونزو دپرځاى بللو په ترڅ کې دمشرانو  جرګي دا ړوندو کميسيونونو له لارې  دهغوي حل کولو ډاډورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته