کابل/ د ليندۍ ١٤مه/باختر
د کورنيو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د عامه محافظت تصدۍ رياست او د مسوولينو کارونه وکتل او د دغې تصدۍ پر معياري کولو يې ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د کورنيو چارو وزارت سرپرست وويل چې ددغه وزارت مشرتابه هلې ځلې کوي چې متقاضيانو ته د معياري او باکيفته امنيتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د دغې امنيتي تصدۍ مديريتي سيستم ښه کړي.
هغه زياته کړه چې شرکتونو او پروژو ته د عامه محافظت د پوليسو له خوا د امنيتي خدمتونو په وړاندې کولو سربېره، په پام کې ده د سياسي شخصيتونه او دولتي مقاماتو د امنيتي خدمتونو وړاندې کول د دغې تصدۍ له لارې ترسره شي.
وروسته دعامه محافظت د امنيتي تصدۍ رياست د اړوندو برخو مسوولينو دخپلو کاري پرمختګونو رپوټونه وړاندې کړل او د امنيتي تصدۍ د چارو د ښه والي لپاره يې خپلې نظريې او پيشنهادونه د کورنيو چارو وزارت سرپرست ته وړاندې کړل.
د کورنيوچارو وزارت سرپرست د عامه محافظت د امنيتي تصدۍ د منسوبينو او کارکوونکو د کارونو له امله مننه وکړه.
ختم- شکريه -اکرم
0 1 دقیقه لوستل