کابل باختردزمري دمياشتي ١٥ :
دهيواد دځغاستي ورزشکار مسعود عزيزي دلندن دالمپيک په سياليو کې وکولاي شول له دريو لوبغاړو څخه مخکې شي .
دالمپيک دملي کميټي درسنيو لوى مدير عبدالمجوب سروري باختراژانس ته وويل دغه سيالۍ چې پرون مازيګر دنهو تنو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوه دافغانستان دځغاستي ورزشکار مسعود عزيزي شپږم مقام وګاټه.
دسروري دڅرگندونوله مخې ټاکل شوې ده دوه تنه نور لوبغاړي روح الله نيکپا او نثاراحمدبهاوي چې دهيواد تکواندو کاران دي دروان ميلادي کال داګست دمياشتې په نهمه او لسمه نيټه له خپلوسيالانوسره لوبي وکړي.