مرګونې ورځ؛ پرون دوشنبې غزه کې ۵۰ صهیونست سرتېري وژل شوي
نړۍ, د سلواغې ۳ مه, بهرنۍ رسنۍ
یو شمېر اسرایلي رسنیو اعتراف کړی، چې پرون دوشنبې د غزې په خان یونس سیمه کې شاوخوا ۲۰ اسرایلي پوځيان هغه مهال ووژل شول، چې په یوې ودانۍ کې یې د فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې سنګر نیولی وه.
رسنیو ویلي دغه سرتیري د ډزو په پایله کې د ودانۍ د رانسکورېدو له امله وژل شوي دي.
د نجات اسرایل په نوم د یو سازمان ویاند بیا د پرونیو وژل شویو اسرایلي سرتېرو شمېر ۲۲ ښودلی او ویلي یې دي، دغه سرتېري په خان یونس سیمه کې وژل شوي دي.
ورته وخت د اسرایلو ۱۲ په نوم ټلویزیوني چینل بیا پرون د غزې په جګړه کې د ټولو وژلو شویو اسرایلي سرتېرو شمېر ۵۰ تنه یاد کړی او دا یې د روانې جګړې په درشل کې مرګونې ورځ یاده کړې ده.
د راپورونو پر اساس د غزې په نورو سیمو کې هم اسرایلي پوځيان د فلسطیني جهادي ډلو له سخت مقاوت سره مخ دي او په اکثریتو سنګرونه کې په شا تمبول شوي دي.
د ځینو منابعو د معلوماتو له مخې ممکن دغې جګړه کې تر دا مهاله له ۱۵ څخه تر ۲۰ زره پورې اسرایلي سرتېري وژل شوي او یا هم سخت ټپیان شوي وي.