خبرونهنړۍ

مدینه منوره کې حاجیانو ته د معلوماتو وړاندې کولو په موخه له روبات څخه کار اخیستل کیږي 

نړۍ، د غبرګولي ۲۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

د سعودي خبري اژانس د خبر له مخې مدینه منوره کې حاجیانو ته د معلوماتو او عامه پوهاوي ورکولو لپاره زیرک روباتونه فعال شوي، چې د نړۍ له ۹۶ څخه په زیاتو ژبو په روغتیایي، تعليمي او نور اړوند برخو کې معلومات ورکوي.

اژانس زیاته کړې، چې دغه پروژه د روغتیا وزارت له لوري د نبوي جومات په انګړ کې په لاره اچول شوې ده.

د دغه روباټ تر څنګ ۲۲۰ رضاکاره ښځې او سړي، چې په ۱۲ ډلو وېشل شوي، د مدینې ښار په بېلابېلو مهمو سیمو کې خلکو ته د معلوماتو ورکولو په برخه کې په دندو ګومارل شوي دي.

د سعودي حکومت راتلونکې شنبې د عرفې او یکشنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې، چې په ترڅ کې به یې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال د حج مراسم هم ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته