کابل باختردوري دمياشتې ٦نيټه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي په نامه دروسيې فدراسيون د جمهوررييس ديمتري مدويدوف له خوا دنوروز دجشن له امله کابل ته دمبارکي پيغام رارسيدلى دى.
په پيغام کې ويل شوي دي دپسرلي دجشن اودنوروز له امله دزړه له کومي مبارکي وايم اوتاسواوستاسو دوستانو ته دروغتيا اوبرياليتوب هيله کوم.
پريږدي چې نوى کال دافغانستان ټولو خلکوته نيکمرغي اوسوکالي له ځان سره ولري