خبرونهنړۍ

مخامخ جګړه؛ امریکا د روسیې پولو ته عسکر لېږي

نړۍ, د غبرګولي ۱۵ مه, بهرنۍ رسنۍ

ډیلي ټلګراف ورځپاڼې خبر ورکړی، چې ناټو سازمان په داسې یوې طرحې کار کوي، تر څو له روسیې سره د مخامخ جګړې په صورت کې وکولی شي، امریکایي سرتېري د روسیې پولو ته ولېږدوي.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې دغې طرحه کې څو ځمکني دهلېزونه په پام کې نیول شوي، چې یو یې هم له جرمني، هالنډ او پولنډ څخه د رېل ګاډو پر مټ د عسکرو لېږدول دي.

روسي رسنیو هم دغه خبر خپور کړی، خو د رسمي تایید په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د یو بل خبر له مخې کریمیا ټاپو سره نږدې امریکایي ډرون الوتکه هم لیدل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د  اوکراین د جګړې پر سر د لوېدیځ او مسکو ترمنځ اړیکې ورځ تربلې ترېنګلې کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته