امنیت

مخالفينو ته دسر دروند زيان واوښت

کابل  باختر دوري دمياشتې ١٢ :
دهېواد دامنيتي اودفاعي ځواکونو په عملياتو کې چې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول  په هلمند ولايت کې دطالبانو دجلب او جذب دمسوول   په ګډون  ٢٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٢ تنه نور يې ټپيان شول.
د ملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره  ليکلي دي .
په هغو عملياتو کې  چې د ملي اردو  دځمکنيو او توپچي ځواکونوله خوا په تيرو ٢٤ ساعتو کې  دکندز ښار ته څيرمه تر سره شول ،  اووه تنه  ډار اچوونکي   ووژل شول  او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دهغو عملياتو په بهيرکې  چې دملي اردو  دځواکونو  او دملي پوليسو په همکارۍ ترسره شول  دتخار ولايت داشکمش ولسوالۍ په مربوطاتو کې  پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول او دهلمندولايت  دمارجې دولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو د ځواکونو او دوسله والو ځواکونو ترمنځ د نښتې په بهيرکې  په دغه ولايت کې دوسله والو طالبانو دجلب او جذب دمسوول  مولوي عبدالوهاب په ګډون  نهه تنه ووژل شول  او شپاړلس تنه  نور يې ټپيان شول.
په همدې ترتيب  دغزني ولايت دمقر ولسوالۍ   او دخوست ولايت  په نادرشاه کوټ ولسواليو په مربوطاتو کې دملي اردو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې پنځه تنه وسله وال  مخالفين وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته