امنیت

مخالفانو ته ځای ورکوونکی دیرش میلیونه افغانۍ ناغه کیږي

-جلال اباد باخترد زمري د میاشتې ۱۸ مه
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د سې پای، علي شير خېلو او عبدالخیلو قومونو د خپل منځې یووالې له رامنځته کېدو وروسته پرېکړه وکړه،چې مخالفانو ته ځای ورکوونکی قوم به د نورو قومي پرېکړو ترڅنګ دیرش میلیونه افغانۍ نغدي ناغه کیږي .
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو، د اچین ولسوالۍ د قومونو په استازيتوب يو شمېر مخورو او د ولسي جرګې غړي ډاکټرعصمت الله شینواري د خبرو پر مهال وویل، د علیشیرخیلو، سې پای او عبدالخیلو قومونو په خپل منځ کې د جرګې له مخې د خپل منځي یووالې او د هر ډول خپل منځي مخالفتونو څخه یې د مخنیوي پرېکړې کړي
د قومي مشر ملک عثمان له خوا د قومونو ترمنځ لاسلیک شوی د یووالې پرېکړه لیک ولوستل شو،چې په کې د اچین ولسونو د نظام ملاتړ،پرېکړې ته د ژمنتیا،پخپلو سیمو کې هیڅ ډول مخالفې ډلې ته د ځای نه ورکولو،پخپلو سیمو کې د نشه یې توکو د کاروبار مخنیوي پرېکړې شوې وې.
همدا راز پرېکړه شوې وه،چې د دغو درې قومونو څخه به د قومې پرېکړې له مخې هغه قوم دیرش میلیونه افغانۍ نغدي ناغه کیږي،چې پخپله سیمه کې وسله والې مخالفې ډلې ته ځای ورکړی.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل خوښي وښوده،چې د اچین ولسوالۍ د قومونو ترمنځ د قومي پرېکړې په ترڅ کې یوالی رامنځته او خپل منځې اختلافاتو ته یې د تل لپاره د پای ټکی کېښود.
منګل ډاډ ورکړ،چې ولایتي اداره به په ټول توان سره د دغې پرېکړې ملاتړ وکړي.
والي ژمنه وکړه،چې ډیر ژر به د امنیتي او ملکي سکتوري رېيسانو او د اچین ولسوالۍ د مخورو ترمنځ د ستونزو د حل اود پروژو د پیل کېدو په موخه ناسته جوړه او د عملي اقداماتو لپاره به یې زمینه برابره کړي.پای/رووفي

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته