کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
محمود کرزي نن دجمهوري رياست دنوماند ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ داصلاحاتو او پيوستون له ټيم سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه محمود کرزي وويل دغه ملاتړ ددې څرګندوى دى چې موږ دملي يووالي غوښتوونکي يو او دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتوکې داصلاحاتو اوپيوستون د ټيم ملاتړ کوو .
دجمهوري رياست نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله دځينوسياسي مقاماتو او ګوندونو دپيوستون له امله قدرداني وکړه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ