نړۍ

محمود عباس له بارک اوباما سره ګوري.

  واشنګتن- باختر دکب دمياشتې ٩
دفلسطينيانو  دخپلواکې ادارې  رييس محمود عباس تر راتلونکو دريو اوونيو پورې دامريکا له جمهور رييس بارک  اوباما سره په واشنګتن کې  وګوري.
سپينې ماڼۍ  په يوه وينا کې ويلي دي  چې له اسراييلو سره دسولى خبرې  او دغه راز دهغو مرکزونو دټينګښت لپاره دامريکا دګډو همکاريو په باب چې کولاى  شي دفلسطين خپلواک هيواد له جوړولو سره مرسته وکړي دخبرو له موضوعګانو څخه به  وي .
د اسراييلو صدراعظم راتلونکې دوشنبه  له  بارک اوباما سره په سپينه ماڼۍ کې ګوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته