محمود عباس دفلسطين دآزادي غوښتنوونکي سازمان له اجراييه کميټې څخه استعفا وکړه .
غزه باختر دوږي لومړې :
دفلسطينيانو دکورواکې ادارې رييس محمود عباس دنوي رييسه هيئت دانتخاب لپاره په هڅو کې دفلسطين دآزادي غوښتوونکي سازمان له کميټې څخه ګوښه شو .
ديوه فلسطيني مامور دڅرګندونوله مخې : دفلسطين دآزادي غوښتوونکي سازمان په هغې مهمه غونډه کې چې تيره شپه په رام الله کې جوړه شوه په عباس سربيره ددغه سازمان داتلس کسيزې اجراييه کميټې څه دپاسه نيمايي غړو خپل ګوښه توب اعلام کړ .
ددغې استعفا هدف دفلسطين دملي شورا دبيړنۍ غونډې جوړولو او دنوې اجراييه کميټې انتخاب ته بلنه اعلام شوې ده .
دفلسطين ملي شورا چې دفلسطين دخاورې دپارلمان په توګه بلل کيږي ٧٤٠ تنه استازي لري او له ١٩٩٦ کال راپديخوا يې غونډه نه ده کړې .
دفلسطين دآزادي غوښتوونکي سازمان اجراييه کميټه د اسلامي مقاومت له غورځنګ حماس او داسلامي جهادله غورځنګ پرته دبيلابيلو فلسطيني ډلو له استازو څخه جوړه شوې وه .