محمد کريم خليلي دناروي له نوى سفير سره دپيژندګلوي کتنه وکړه
کابل باختر د تلي څلورمه
په کابل کې دناروي نوى سفير نلز اوګو سويت نن له غرمې مخکې دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره دپيژندګلوي کتنه وکړه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ، په کابل کې دناروي نوى سفير دافغانستان او ناروي ترمنځ د دوستانه اړيکو په پراختيا باندې دټينګار په ترڅ کې دافغانستان له دولت اوخلکو سره ددغه هيواد دهمکاري ددوام ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې دناروي دولت په پام کې لري چې تر ٢٠١٧ کال پورې دافغانستان له دولت سره په کال کې ديو سلو پنځه ويشتو مليونو ډالرو مرسته وکړي .
ده دافغانستان له دولت او ملت سره دنړيوالې ټولنې دهمکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې متبوع دولت يې هلې ځلې کوي چې دخپلې همکاري بهير په افغانستان کې له اوسنيو اړتياو او لومړيتوبونو سره سم عيارې کړي .
په دې کتنه کې دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته په بشپړه توګه دامنيتي مسووليتونو ليږدونې او په ٢٠١٤ کال کې دجمهوري رياست دانتخاباتو ترسره کولو ته په اشارې سره ددولت دامنيتي ځواکونو په پياوړتيا او سمبالولو او دشفافو انتخاباتو په ترسره کولو کې دنړيوالې ټولنې دهمکاري په دوام باندې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه که چيرې وکولي شو دغه دوه مهم پروګرامونه په برياليتوب سره ترسره کړو په افغانستان کې دثبات دتينګښت په لاره کې به اوچت ګامونه واخلو .
دجمهور رييس مرستيال دافغانستان او ناروي ترمنځ ددوه اړخيزو اړيکو په پراختيا باندې د ټينګار په ترڅ کې په افغانستان کې دامنيت دتامينولو او دهيواد په بيا جوړولوکې ددغه هيواد دهمکاريو له امله قدرداني وکړه او وي ويل چې په فارياب ولايت کې دنارويژي ځواکونو دشتون په سيوري کې ، ددغه ولايت اوسيدونکو په بيلابيلو برخو کې دناروي ددولت اوخلکو له مرستو او همکاريو څخه ګټه اخستې ده .
دجمهوري رياست مرستيال دناروي دولت دافغانستان دخلکو لرغوني او ښه دوست وباله او زياته يې کړه چې دناروي هيواد نه يوازې په نوى فصل کې بلکې دمقاومت او جهاد په دوران کې هم په يو ډول نه يو ډول دافغانستان له خلکو سره همکاري کړې ده .
ده دغه راز هيله وکړه چې دناروي ددولت او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک موافقه ليک په لاسليک کولو سره ددواړو هيوادونو ترمنځ دمتقابلو همکاريو په لاره کې ښه ميکانيزم جوړ شي او ددغه موافقه ليک لاسليک يې چې په نږدې راتلونکي کې به وشي ددواړو هيوادونو ترمنځ ددوه اړخيزو اړيکو دپراختيا په کار کې يو اوچت ګام وباله .