کابل باختر د سلواغي اتمه
داذربايجان دبهرنيو چارو وزارت مرستيال ازارعظيم اف نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې لومړۍ داذربايجان جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت مرستيال دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت له جګپوړو مقاماتو سره دخبرو اترو له امله دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې ددواړو هيوادونو ترمنځ ديني ، فرهنګي او تاريخي مشترکات ددوه اړخيزو اړيکو د لازيات ټينګښت او پراختيا دزميني برابروونکې وبلل او دافغانستان او اذربايجان ترمنځ ددوستانه اړيکو په پراختيا باندې يې ټينګار وکړ .
ده نړيوال تروريزم او دنشه يي توکو قاچاق دافغانستان او داذ ربايجان ددولتونو دلارې پرسر ګډ ګواښونه وبلل او له دغو دوو پديدو سره دمقابلې په کارکې يې ددواړو هيوادونو داغيزمنو او ګډو همکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ او هم يې وويل چې داذربايجان دولت او ملت به ، له ٢٠١٤کال او دنړيوالو ځواکونوله وتلو وروسته هم دغه راز دافغانستان دخلکو ترڅنګ ولاړ وي .
داذربايجان دبهرنيو چارو وزارت مرستيال دامنيتي ځواکونو او دافغان محصلانو له روزنې او داقتصادي پراختيا په برخه کې دتجربو له ليږدونې سره دمرستي په برخو کې دخپل متبوع هيواد تياري څرګند کړاو دغه راز زياته يې کړه چې په افغانستان کې دپانګونې په باب هم څيړنې دوام لري .
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي داذربايجان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال ازار عظيم اف سره دکتنې له امله دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې ، دديني باورونو پر بنسټ ددواړو هيوادونو ترمنځ لرغونې اړيکې ژور او ارزښتناک ، فرهنګي او تاريخي مشترکات وبلل او دافغانستان او دولت دخلکو سره يې داذربايجان ددولت دهمکاري له امله قدرداني وکړه .
ده په افغانستان کې دامنيت دتامينولو په لاره کې داذربايجان ددولت دهمکاريو له امله دقدراني دڅرګندولو په ترڅ کې ددواړو هيوادونو ترمنځ ددوه اړخيزو اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ او هيله يې وکړه چې افغانستان ته داذربايجان دبهرنيو چارو وزارت دمرستيال په سفر سره ددواړو هيوادونو ترمنځ دمتقابلو همکاريو او ددوستانه اړيکو دپراختيا نوي فصل پرانستل شي .
دجمهور رييس مرستيال له ٢٠١٤ميلادي کال وروسته دافغانستان له دولت اوخلکو سره په مرسته کې داذربايجان ددولت دتياري اعلام ددغه هيواد ددولت له خوا يو اوچت ګام وباله او څرګنده يې کړه چې په بيلابيلو برخو په تيره بيا دفرهنګ او زده کړي په برخه کې ددواړو هيوادونو همکاري ددواړو هيوادونو ترمنځ دمتقابلو اړيکو له ټينګښت سره زياته مرسته کوي .
1 2 دقیقې لوستل