ټولنه

محمد کريم خليلي دبلخ ولايت د زارع ولسوالۍ له مشرانو او سپين ږيرو سره وکتل.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٣
دبلخ ولايت د زارع ولسوالۍ له يو شمير سپين ږيرو ، مشرانو او مخورو نن له غرمې مخکې دجمهور رييس له  دويم مرستيال محمد کريم خليلي سره  وکتل او  خبرې يې ورسره  وکړي .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دکتنې برخه والو داسلام  دستر پيغمبر دميلاد دکاليزې له امله دمبارکۍ په ترڅ کې دبلخ ولايت د زارع ولسوالۍ دبيلابيلو سيمو دخلکو يو لړ ستونزې او اړتياوې دجمهور رييس له مرستيال سره طرحه کړې او ددغې سيمې دخلکو دغوښتونو په څيړنې يې ټينګار وکړ.
ددغې ولسوالۍ مشرانو او مخورو څرګنده کړه چې د زارع ولسوالۍ دلرې والي
له امله  اوسيدونکي يې دنا امنۍ له ستونز سره مخامخ دي .  دوى په  روغتيايي خدمتونو او روغتيايي مرکزونو کې  دزارع ولسوالۍ د خلکونه لاس رسى  او دغه راز دښوونځيو او دڅښاک د اوبوکمښت هم په دغې  سيمې کې له نورو موجودو ستونز څخه  وبلل.
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي لومړى داسلام  دستر پيغمبر دنيکمرغه ميلاد له امله ، دنړۍ مسلمانانو ، دافغانستان مسلمان ملت او دکتنې برخه واو ته مبارکي  وويله  او د زارع ولسوالۍ دخلکو دغوښتنې د څيړنې  په لاره کې يې ددغې ولسوالۍ  دمشرانو دهلو ځلو له امله قدرداني وکړه .
دجمهور رييس مرستيال ددغې ولسوالۍ دخکو دستونزو او اړتياو دڅيړنې په لاره کې دکتنې برخه والو ته د داډ په ترڅ کې دخلکو د غوښتونو دتحقق په لاره کې هلې ځلې دافغانستان د دولت له لومړيتوبونو څخه وبلل.
ديوبل خبرله مخې :
د  هلمند د درويش علي دقوم د  وګرنۍ شورا غړو هم نن   له   غرمې  وروسته  له
محمد کريم خليلي سره  وکتل.
دکتنې برخه والو داسلام دستر پيغمبر دنيکمرغه ميلاد له امله د مبارکۍ  په ترڅ کې ددغې شورا د جوړولو هدف دخلکو ترمنځ ديوالي  او پيوستون رامنځته کول
او دهغوې دغوښتنو او ستونزو څيړنه وبلله او څرګنده يې کړه دغه شورا هلې ځلې کوي چې ،  د ميدان وردګو ولايت دبهسودو  دلومړۍ او دويمې برخې په ولسواليو  دخلکو  دستونزو  دحل کولو په مقصد له دولتي ادارو سره مرسته  وکړي .
ددغې شورا غړو دکرنې ، اوبولګولو مالدارۍ ،مواصلاتي لارو ، دکليو دپراختيا په برخو کې ددغو دوو  ولسواليو دخلکو ستونزو  ته په اشارې   سره د  خلکو ديووالۍ او پيوستون لپاره   ددغې شورا جوړول   ارزښتناک وبلل .
دجمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي داسلام دستر پيغمبر دنيکمرغه ميلاد له امله دمبارکۍ په  ترڅ کې ددغې شورا د جوړولو په   لاره  کې دهلمند د درويش علي دقوم دمشرانو او سپين ږيرو هلې ځلې يو ښه او غوره کار وباله او په دې برخه کې يې د دوى دبرياليتوبونو له امله مبارکي  وويله.
دجمهور رييس مرستيال د وګړنيو او دمدني مرکزونو جوړول دخلکو د يووالي  او پيوستون د پياوړتيا په لاره  کې يو اغيزمن کار وباله او هيله يې وکړه   چې دهلمند د درويش علي دقوم  د  شورا جوړول  وکولاي   شي د  خلکو ترمنځ   د  يو والۍ او پيوستون ښه الګو او مثال دى  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته