کابل باختر د سلواغي څلورمه
دغزني ولايت دمالستان ولسوالۍ يو شمير عالمانو مشرانو او مخورو نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې چې په ولسي جرګه کې دغزني دخلکو يو تن استازي هم برخه لرله ، دکتنې برخه والو ددغې سيمې داوسيدونکو دسيمه ئيزو ستونزو په باب دجمهور رييس له مرستيال سره خبرې وکړې او دافغانستان له دولت څخه يې وغوښتل چې ددغې ولسوالۍ دخلکو دستونزو په حل کولو اقدام وکړي .
دکتنې برخه والو څرګنده کړه چې ددغې ولسوالۍ اوسيدونکي ددولت دملي پروګرامونو دهرکلي په لاره کې تل مخکښ دي . اوتراوسه پورې يې دافغانستان له دولت سره دملاتړ او اساسي قانون ته ددرناوي په لاره کې هم له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه ده کړې .
دغزني ولايت دمالستان ولسوالۍ مشرانو په بيلابيلو برخو دخدمتونو درسولو په لاره کې ددغې سيمې خلکو ته دنه پاملرنې له امله شکايت وکړ او دروغتيايي مرکزونو نشتوالي دښوونځيو او دښوونکو کمښت يې په دې سيمه کې ډيرې مهمې ستونزې وبللې او دښوونځيو په فارغانو د تحصيلي بورسونو په عادلانه ويش او دغه راز دهيواد په اکادميکي مرکزونو کې هغوى ته دزده کړې دزمينې په برابرولو باندې يې ټينګار وکړ .
دمواصلاتي لارو په برخه کې دمالستان دخلکو ستونزې نور چلنجونه وبلل شول چې د کتنې دبرخه والو دڅرګندونوله مخې، دمواصلاتي لارو نامساعدوالي په تيره بيا دژمي په فصل کې تل ددغې سيمې ديو زيات شمير خلکو دسرپه بيه تمامه شوې ده . او په دغې ولسوالۍ کې دروغتيايي مرکزونو نشتوالي هم په هغې کې دوګړو شمير ته په پاملرنې سره دسيمې دخلکو ستونزې لازياتې کړي دي .
برخه والو دغه راز څرګنده کړه چې دخپلو بچيانو ښوونې او زده کړې ته داندازې زيات دخلکو له علاقمندي سره سره دتعليمي مرکزونو او دښوونځيو دښوونکو کمښت ددې سبب شوي دي چې ددغې سيمې ځوانان او تنکي ځوانان په ښوونې او زده کړې دلاسبري له حق څخه بې برخې پاتې شي .
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي څرګنده کړه چې دى دهيواد دمحرومو سيمو په ستونزو او محروميت خبر دى . او دهغو سيمو داړتياو او ستونزو حل کول چې لازم امکانات نه لري دافغانستان ددولت اساسي لومړيتوبونه بلل کيږي .
ده ددغې ساحې دځوانانو او تنکيو ځوانانو ښوونې او روزنې اوزده کړې ته دهلوځلو په لاره کې دمالستان دخلکو د علاقمندي له امله خوښي څرګنده کړه او دهيواد دځوان نسل دښوونې او روزنې په پراختيا باندې يې ټينګار وکړ .
دجمهور رييس مرستيال په هيواد کې داوسني حالت په لازيات ټينګښت باندې د تينګار په ترڅ کې په وروستيو کلونوکې دافغانستان دخلکو او دولت برياليتوبونه او داوسنيو ارزښتونو ساتنه ارزښتناکه وبلله اوبرخه والو ته يې هم ډاډ ورکړ چې دغزني ولايت دمالستان په ولسوالۍ کې پورتني ستونزې او دهغوى اړتياوي به هم وڅيړل شي . او حل شي .
0 2 دقیقې لوستل