سیاست

محمد يونس قانوني په افغانستان کې دملګروملتو دسازمنان له ځانګړي استازي سره وکتل .

کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن مازيګر په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان له ځانګړي استازي ښاغلي يان کوبيش  سره دخپل کار په دفترکې په افغانستان کې دانتخاباتو دبهير ددوام او په هغه پورې داړوندومسئلو په باب وکتل  او خبرې يې ورسره وکړې
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل دجمهوري رياست لومړي مرستيال  ددغې کتنې په بهير کې  له دې امله چې دملګروملتو سازمان پاملرنه په بدخشان ولايت  او زموږ په هيوادکې په نورو زيانمنو شويو ولايتونوکې زړه بوږ نوونکي  ناتار  ته اوښتې ده مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل چې په بدخشان کې دناتار اړخونه ډير پراخ  دي اوموږ په دې برخه کې دنړيوالې ټولنې زياتې مرستې ته اړتيا لرو .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه زموږ خلک دې ته سترګې په لاره دي چې دانتخاباتو په ورځ دافغانستان دراتلونکي مشرتابه دانتخاب لپاره دخپل پراخ ګډون  ثمره  په ډير لنډ ممکن  وخت کې دانتخاباتو دکميسيونونو له خوا دهغو دنتيجو په اعلام کې وويني 
دجمهوري رياست لومړي مرستيال څرګنده کړه چې هرڅه په انتخاباتوکې پاى ته نه رسيږي او زموږ خلک په خپل هيوادکې يوه ملي تفاهم ته اړتيا لري چې ددوي راتلونکي حکومت چې دانتخاباتو دبهير ددوام پربنسټ جوړيږي  دهغوي په خدمت کې وي
په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان ځانګړي استازي ښاغلي يان کوبيش  په خپل وار په بدخشان ولايت کې درامنځته شوي ناتار له امله خپګان  څرګند کړ او په همدې مناسبت يې دخپلې ډادګيرنې اوهمدردۍ مراتب  دافغانستان حکومت  اوخلکو او هغو کورنيو  ته چې خپل عزيزان يې په دې پيښه کې  له لاسه ورکړي دي اويا په يو ډول نه يو ډول زيانمن شوي دي څرګندکړل .
په افغانستان کې دملګروملتودسازمان ځانګړي استازي له مصيبت ځپلو اوزيانمنوشويوکسانو  سره ددغه سازمان دمرستې ډاډ ورکړ اوويې ويل هيله لري چې دکميسيونونو دسموکړنو په نتيجه کې دانتخاباتو دبهير دوام په افغانستان کې دثبات او امنيت له ټينګښت کې مرسته وکړي او دملګروملتو سازمان په دې باب هم په دغه هيوادکې خپلو همکاريو ته دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته