محمد يونس قانوني له بيلابيلو مدني بنسټونو څخه له ګڼ شمير ځوانانو سره وکتل

کابل باختر د چنګاښ څلورمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن له غرمې وروسته له بيلابيلو مدني او ټولنيزو بنسټونو څخه له ګڼ شمير ځوانانو سره په کتنه کې دملي يو والي په ساتنې او د تبعيض او دقومي ذهنيتونو پرضد مبارزې باندې ټينګار وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دجمهوري رياست لومړي مرستيال چې دځوانانو دبيلابيلو شبکو له غړو سره دمرمرين ماڼۍ دکنفرانسونو په تالار کې خبرې کولې وويل چې دځوانانو يو مهم مسووليت دادى چې ددې هيواد داوسيدونکو ترمنځ ددوستۍ او صميميت د تامينولو په لاره کې کار وکړي او له خپل هيواد څخه دتبعيض او تفرقې ټغر راټول کړي او خپل هيواد دترقۍ اوپرمختګ سم او روښانه تګلوري ته برابر کړي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه: دهر افغان دنده ده چې دافغانستان داوس او راتلونکي دسلامتيا په باب فکر وکړي او دغه ارمان ته رسيدل ددموکراسۍ په لاره کې له ګام ايښودلو او دهغې درغنده مولفو له عملي کولو پرته امکان نه لري .
په دې ستره غونډه کې څو تنو ځوانانو هم خبرې وکړې او په هيواد کې دروانو حالاتو په باب يې خپلې نظريې څرګندې کړې او ددې غوښتنه يې وکړه چې ددوى دهيواد مشران دې دهيواد دنازکو اوحساسو شرايطو په پام کې نيولو سره دحالاتو په سالم مديريت سره دافغانستان دترقۍ او پرمختګ زياتې اوښې زمينې برابرې کړي او پرې نه ږدې چې اړو دوړ اوبحران هغه طلايي فرصتونه چې په مخکې دي له موږ څخه واخلي .
په دې کتنه کې دافغانستان دځوانانو دټولنې ، دقلم دبيان ټولنې ، دمعلولو ځوانو ښځو د ټولنيزې ټولنې ، دځوانو پيغام راوړونکو ټولنې ، دنوي افغانستان په بنسټ پورې اړوندو ځوانانو ، دايمي څپې دملي ائتلاف ، دافغانستان دسولې دټولنې او دځوانو اوبنسټونو ځوانانو ګډون کړى و .