سیاست

محمد يونس قانوني د هيواد د ملي اتل په مزار د ګلانو ګيډۍ کيښودې

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٩
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن سهار په پنجشير ولايت کې د هيواد د ملي اتل شهيد احمد شاه (مسعود) مزارته لاړ او د هغه د شهادت د ديارلسمه تلين او په افغانستان کې د شهيد د اوونۍ د درناوى په مناسبت يې د شهيد (مسعود) په مزار د ګلانو ګيډۍ کيښودې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسموکې دملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي، په عدلي او فضايي چاروکې سلاکار وزير محمد اشرف رسولي، د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د دفتر رييس محمد يوسف اعتبار او د دغه دفتر سلاکارانو ډګر جنرال خان آقا اميري اوسيد علي رضا محمودي، دجمهوري رياست له لومړي مرستيال سره ملګرتيا کوله.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال د هيواد د ملي اتل په مزار د ګلانو دګيډيو له ايښودلو وروسته د شهيد د اوونۍ په مناسبت دملي راډيوټلويزيون له راپوټرسره په مرکه کې د خپلې ډاډګيرنې مراتب د هيواد د ملي مقاومت او جهاد د شهيدانو او د هغو شهيدانو ټولوکورنيو ته چې په اوسنۍ دوره کې د هيواد د دفاع او د نړيوال تروريزم پرضد د مبارزې په لاره کې شهيدان شوي دي؛ وړاندې کړل او زياته يې کړه:
ديارلس کاله مخکې په همدې ورځ د هيواد د ملي اتل احمدشاه (مسعود) د هيواد د آزادۍ او سرلوړى په لاره کې شهيد شو .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې دافغانستان ملي اتل احمدشاه (مسعود) شهيد د خپل ژوندانه په ټولوکلونوکې د خپل هيواد د آزادۍ لپاره مبارزه وکړه او شهيد شو او له همدې امله او د هغو ټولوکسانو د شهادت د درناوي لپاره چې يرغلګرو انګريزانو، سره پوځ او وروسته د پرديو مزدورانو په وړاندې شهيدان شوي دي؛ يوه اوونۍ د شهيد د نامه ونومول شوه او کال په کال د دغې ورځې درناوى کيږي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال څرګنده کړه چې شهيد (مسعود) د خپلې مبارزې په لاره کې په يوې جنګي ستراتيژۍ باور درلود او اوس هم د نړيوال تروريزم په وړاندې دغه ستراتيژي دوام لري.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال دهيواد د انتخاباتو په اړوند وويل: هيله لرم چې د انتخاباتو سريال ډير ژر پاى ته ورسيږي او زموږ خلک وکولاى شي په خپل هيوادکې د يو داسې حکومت شاهدان واوسي چې دجمهوري رياست د نوماندانو ترمنځ د موافقو په نتيجه کې ترلاسه شوى وي.
دغه راز د جمهوري رياست نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله، د سنامجلس لومړي نايب محمدعلم ايزديار، د ملي شورا يو شمېر غړو، د وسله وال پوځ جنرالانو ، جګپوړو دولتي مقاماتو او د هيواد ګڼ شمېر ديندارو خکو د دعا په کولو او د هيواد د ملي اتل احمد شاه (مسعود) په مزار د ګلانو د ګيډيو په ايښودلو سره د هيواد د ملي اتل احمد شاه (مسعود) د شهادت د تلين او د شهيد د اوونۍ درناوى وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته