کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن له غرمې وروسته ددايکندي له والي عبدالحق شفق او په پارلمان کې ددغه ولايت له يو شمير استازو او عالمانوسره وکتل اوخبرې يې ورسره وکړې
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې چې دصدارت دماڼۍ دکنفرانسونوپه صالون کې ترسره شوه ددايکندي والي ځينې هغه ستونزې او چلنجونه چې ددغه ولايت خلک ورسره لاس اوګريوان دي دجمهوري رياست لومړي مرستيال ته وړاندې کړل او دهغو دڅيړنې او حل کولو غوښتنه يې وکړه .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې په دغه ولايت کې شته ستونزې تکان ورکوونکي وبللې او ويې ويل هيله ده چې په ډير لنډ ممکن وخت کې په هغې غونډه کې چې داړوندو وزارتونو دوزيرانو په ګډون جوړيږي ددايکندي دخلکو ستونزې وڅيړلې شي .
په همدې مقصد دجمهوري رياست لومړي مرستيال دجمهوري رياست دلومړي معاونيت ددفتر رياست ته لارښوونه وکړه چې دراتلونکي اوونۍ په لومړيو وختوکې دې دپوهنې ، عامې روغتيا ، دکليو دبيا جوړولو او پراختيا ، انرژي اواوبو ، دښار جوړولو دچارو او دترانسپورت اودملکي هوايي چلند وزيرانو او دنورو اړوندو بنسټونو مسوولينو ته بلنه ورکړي شي چې ددايکندي دوالي او په ملي شورا کې ددغه ولايت دخلکو داستازو په ګډون په دايکندي کې ددوي ستونزې وڅيړل شي .
0 1 دقیقه لوستل