کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دجمهوري رياست سرپرست محمد يونس قانوني نن له غرمې مخکې دکابل ښار په اريانا کارته کې دشرينو دنجونوليسه او په ده بورۍ کې دمحمود هوتک دهلکانو ليسه وکتله او ددغو ليسو له ښوونکو او زده کوونکو سره يې دهغوي ددرسي حالت او ستونزو په باب خبرې وکړې دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې دجمهوري رياست له سرپرست سره دپوهنې وزير ډاکتر غلام فاروق وردګ ددغه وزارت تدريسي معين ، دکابل ښار دپوهنې رييس او دجمهوري رياست دلومړي معاونيت او دمقام ددفتر رييس محمد يوسف اعتبار ملګرتيا کوله
دجمهوري رياست سرپرست اوملګري هيئت يې په داسې حال کې چې دشرينو او دمحمود هوتکي دليسو دمديرانو ښوونکو او زده کوونکو له خوا يې تود هرکلي کيده ددغو ښوونځيو ديو شمير ټولګيو دلوست بهير او په لابراتوارونوکې عملي تطبيقات وکتل .
دجمهوري رياست سرپرست ددغو ښوونځيو دکتنو په بهير کې ددغو ښوونځيو له مسنوبينو سره خبرې وکړې او ددغو ستونزو او مشکلاتو په باب دمعلوماتو غوښتنه وکړه چې په دغو ښوونځيو کې شتون درلود .
ددغو کتنو په بهير کې دشرينو او دمحمود هوتکي دليسو مديرانو ، ښوونکو او څو تنو زده کوونکو په دغوليسو کې دځينو شتوستونزو په باب دجمهوري رياست سرپرست او ملګري هيئت ته يې معلومات ورکړل او دهغو دحل کولو غوښتنه يې وکړه .
دهغو معلوماتو له مخې چې دشرينو دنجونو دليسې دمنسوبينو له خوا دجمهوري رياست سرپرست ته وړاندې شول دکنفرانس دتالار نشتوالي دزده کوونکو دروزنې لپاره دکمپيوترونو کمښت دورزشي ډګرونو نشتوالي او ددغه ښوونځي د سړونکو وسايلو نشتوالى ددغه ښوونځي دزده کوونکو د ډيرو سترو ستونزو په توګه طرحه شول
دغه ر از دمحمود هوتکي دهلکانو دليسې منسوبينو دتشنابونواو کمپيوترونو دکمښت، دکنفرانس سالون دنشتوالى او دښوونځي دانګړ دخامه والي له پلوه شکايت کاوه .
په دغو کتنو کې دجمهوري رياست سرپرست په داسې حال کې چې ددغو ښوونځيو حالت دهيواد په ګوټ ګوټ کې دښوونځيو په تناسب ښه وباله زده کوونکو يې وويل چې تاسي ننني ځوانان او دافغانستان دراتلوونکي هيلي ياست او زه باور لرم چې له تاسو څخه به دافغانستان راتلوونکي جمهور رييسان او دعلومو دبيلابيلو برخو پوهان رامنځته شي له دې پلوه هيله لرم چې دزده کړې په برخه کې له اوسنيو فرصتونو او امکاناتو څخه په ښه توګه استفاده وکړئ
دافغانستان دپوهنې وزير ډاکتر غلام فاروق وردګ دهيواد دپوهنې دحالت په باب څرګندونې وکړې او ويې ويل چې په اوس وخت کې دافغانستان په ګوټ ګوټ کې دهيواد يوولس نيم مليونه تنه بچيان په يوولس زره اووه سوه ښوونځي کې دعلم په زده کړې بوخت دي چې دلوست چارې يې ددوه سوه شلو زرو تنو ښوونکو له خوا پرمخ بيول کيږي
دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست دهيواد دپوهنې وزير ته لارښوونه وکړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې ددغو ښوونځيو ستونزې وڅيړل شي
دافغانستان دپوهنې وزير دجمهوري رياست سرپرست او ددغو ښوونځيو منسوبينو ته ډاډ ورکړ چې سبا به ددوى دستونزو دڅيړنې اوحل کولو کار پيل کړي . ديوبل خبر له مخې دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست نن له غرمې وروسته دهيواد دبيلابيلو ولايتونو له ګڼ شمير مشرانو ځوانانو منورينو او روښانفکرانو سره د صدارت دماڼۍ دکنفرانسونو په سالون کې وکتل
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دغو کتنو کې دقندهار ، هلمند پنجشير او دتخار دولايتونو له مشرانو دپکتيکا ولايت دارګون دوګړني شوراله يو شمير غړو دنګاه زن او دافغانستان دښځو دخبري اژانس دشبکې له يو شمير غړودکابل ښار دواصل اباد له ځينو اوسيدونکو دبريښنا شرکت له يوشمير کارکوونکو او دهيواد دبيلابيلو ولايتونو له ګن شمير خلکو سره چې په کابل ښار کې ژوند کوي وکتل .
په دغو کتنو کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست دهيواددبيلابيلو ولايتونو مشران ځوانان منسوبين او روښانفکران دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتو کې پراخې وندې اخستنې او ګډون ته راوبلل او ويې ويل چې په هيواد کې دراتلوونکي نظام مشروعيت په انتخاباتو کې دتاسو ميړنيو اوزړه ورو خلکو په غوره وندې پورې پيوند خوړلى دى
په دغو کتنو کې دجمهوري رياست سرپرست دحاضرينو ټولى عريضى او وړانديزونه واوريدل او دهغو دڅيړنې په برخه کې اړوندو مراجعو ته ډاډ ورکړ .
1 3 دقیقې لوستل