روغتیا

محمد يوسف کارګر ددرملنې لپاره هندوستان ته واستل شو .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
دفوټبال دملي ټيم سرښوونکى ددرملنې ددوام لپاره هندوستان ته واستول شو .
دهيواد دفوټبال دملي ټيم سرښوونکي محمد يوسف کارګر چې دشنبې په شپه خپل کورته څيرمه دناپيژاندو کسانو له خوا پرې بريد وشواو د چړو په ګوزارونو سره ټپي شو دکابل ښار په يوه روغتون کې له دوه ورځنۍ  درملنې وروسته پرون ددرملنې  ددوام لپاره هندوستان ته واستول شو .
دفوټبال دملي ټيم منيجر محمد فريد مولايي  دمعالجو ډاکترانو له خولې دکارګر روغتيايي حالت مخ په ښه والي وباله او هيله يې وکړه چې له څو ورځنۍ  درملنې وروسته په بشپړې  روغتيا سره هيواد ته راستون شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته