محمد نبي د کرکټ د نړېوالې شورا د نوي لېست په سر کې ځای لري
کابل /د کب ۶مه /باختر
د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزو لوبو کې د غوره لوبغاړو نوی لېست خپورکړی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی محمد نبي د دغه لېست په سر کې ځای لري.
محمد نبی ۳۴ کلن دی او د نړۍ د کرکټ په نهومعتبرو لیګونو کې یې لوبه کړې ده.
هغه د راشد ارمان ترڅنګ د افغانستان د کرکټ ملي ټیم مهم غړی شمېرل کېږي.
د کرکټ د نړیوالې شورا په نوې رده بندۍ کې د بنګله دېش لوبغاړی شکیب الحسن په دویم ځای او د انګلستان لوبغاړی معین علي په درېیم مقام کې ځای لري.
د غوره لوبغاړو رده بندي په ملي او کلپي لوبو کې تل د ټیمي رده بندیو او لوبغاړو د فردي وړتیاوو په پام کې نیولو سره د کرکټ نړیواله شورا علاموي .
ج-ا