محمد عم ايزديار له لوى درستيز سره وکتل.

کابل باختر دثور٣
دمشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار نن د ملي دفاع وزارت له لوى درستيز ستر جنرال شيرمحمد کريمي سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د ملي دفاع  وزارت لوى درستيز د هيواد دروانو حالاتو اوملي اردو دځواکمنۍ په اړوند معلومات وړاندى کړل او وي ويل چې له بهرنيو ځواکونو څخه د امنيتي مسوليتونو ترلاسه کول يو مثبت بهير اود هيواد د امنيتي ځواکونو دځواکمنۍ څرګندوى دى.
دسنا مجلس لومړي نايب وويل چې افغان امنيتي ځواکونه دې ددغې تاريخي ازموينې د برياليتو ب لپاره يوځل بيا په يو والى او پيوستون سره عمل و کړي اود خپل هيواد ، خلکو اود ملي اوتاريخي ارزښتونو دفاع او ملا تړ و کړي.
په دې کتنه کې دپکتيکا، کنړ اود نورستان د ولايتونو ځينو سنا تورانو هم دامنيتي حالاتو اودکنړ او نورستان د لارې دتړل کيدوپه ګډون په اړوندو ولايتونو کې دشتوستونزو،په دغوولايتونو کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ د نه همغږي ، دګيان په ولسوالۍ کې د ملي اردو دکنډک د جوړولو اودشکين ،برملي اوددغه ولايت په ځينو نورو ساحوکې د ملي اردو دځواکونو دځاى پرځاى کولو په باب خبرې وکړې چې ټا کل شوې ده د ايتلاف ځواکونه له دغو سا حو څخه ووځي
لوى درستيز ددغو مواردو په باب تياري څرګندکړ او وړانديز يې و کړچې د کورنيو چارو له وزارت اود پکتيکا له والي سره د ملي دفاع وزارت په ګډه غونډه کې ددغو موضوعګانو په باب په هراړ خيزه توګه غور وشي اود حل لاره يې ولټول شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته