محمد علم ايزديار د کابل ښار ديوولسمې اوپنځلسمې ناحيې له مشرانو سره وکتل .

کابل باختر د حمل ٢٦
دمشرانو جرګې لومړى نايب محمدعلم ايزديار نن دوګړنيو شوراګانو اودورزشي فدراسيونونوله يو شمير رئيسانو اود کابل ښارديوولسمې اوپنځلسمې ناحيې له مشرانو اوسپين ږيرو سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې څو تنو برخه والو د نورو په استا زيتو ب ديو لړ وړانديزو نو دړاندې کولو په ترڅ کې داوبو د منابعو د کنترولولو ، د ګاونډيو هيوادونودلاس وهنو ددوام دمخنيوي ،له مخالفينو سره دسولې دبهير دڅرنګوالي ، په هيوادکې دروږدوکسانو دزياتوالى، دواټونو د ترميمولو او جوړولواو په هيواد کې دوزګارتيا دستونزې په باب خپلې ملي او سيمه ييزې ستو نزې طرحه کړې او زيا ته يې کړه چې په او سنيو شرايطو کې ددغو ستونزو حل کول ددولتي مسوليتونو په تيره بيا دملي شورا په دواړو مجلسونو کې د خلکو داستا زو مکلفيت دي
په کتنه کې دمشرانو جرګې لو مړى نايب دخلکو په يووالى او پيوستون او يو بل منلو په فرهنګ باندې ټينګاروکړ او زيا ته يې کړه چې طرحه شوي موضوعګانې د ملى شورا ددواړومجلسونو په کاري لومړيتوب کې ځاى لري او داستازو له خوا دحکومتي مسولينو په شتون طرحه کيږي او هم يې ژمنه وکړه چې دغه وړانديزونه اوستو نزې به د مشرانوجرګې د اړوندو کميسيو نونو له خوا وڅيړل شي
دغه راز دمشرانوجرګې لو مړى نايب دسرحدى پو ليسو له لوى قوماندان پاسوال ګل نبي احمد زي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل
په دې کتنه کې پاسوال احمدزي د هيواددپولو په اوږدو کې دامنيتي حالت په باب څرګندونې وکړې او زيا ته يې کړه چې سرحدى پوځ د هيواد دپولو دسا تنې اودفاع مسوو ليت لري اوددغه پوځ ځواکونه د هيوادپه نولسو سرحدى ولايتو نو کې ديره دي .
په کتنه کې ايزديار دپولو دامنيت په تامينولو کې چې ددغې قوماندانۍ سترې دندې بلل کيږي دسرحدى پوليسو دمنسو بينو هلې ځلې وستايلې اود مشرانو جرګې ستاين ليک يې ده ته ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته