کابل باختر دوري شلمه :
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن د کابل ښاروالۍ سرپرست پوهنيار عبدالله حبيب زي سره وکتل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د بادام باغ- کارته پروان سړک د رغاونې، د ترافيکي بې حده ګڼې ګوڼې څخه د مخنيوى په موخه د خيرخانې غاښې سړک د پراخېدو، د اوولسمې ناحيې ښارګوټي سړک د رغاونې او په خيرخانه کې د تطبيق په حال کې د پروژو د بشپړولو په اړه خبری وشوې.
د کابل ښاروالۍ سرپرست د دغې ادارې د پلانونو د يادونې په ترځ کي وويل په نږدې ورځو کې به د مشرانو جرګې د لومړي نايب په ملګرتيا په خيرخانې مينه کې د نويو پروژو او د تطبيق لاندي پروژې څخه په ګډه څارنه وکړي تر څو د رغاونې او بيا رغاونې په کارونو کې چټکوالی رامنځته شي او هم دي د همکارۍ په موخه د سيمې د اوسېدونکو زياته پاملرنه جلب کړاى شي.
همدا راز د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي هم د کابل ښاروالۍ له سرپرست سره په کتنه کې د کابل ښار د ټانک لوګر سړک د رغاونې بهير په چټکتيا ټينګار وکړ.
په دي کتنه کې پوهنمل عبدالله حبيب زي دغه پروژه حياتي وبلله او ويې ويل، د ياد سړک ټول تخنيکي پړاوونه په معياري توګه پاي ته رسيدلي؛ خو د دي په خاطر چې په دي پروژه کې دفوايدعامې وزارت هم دخيل شو د داوطلبۍ کار يې له ځنډ سره مخامخ شو خوډير ژر به د دي حياتي پروژې کار بيا ځلي اعلان ته وسپارل شي او تر درېو راتلونکو مياشتو به يې عملي کار پيل شي.پاى- ع
0 1 دقیقه لوستل