کابل_باختر د وږي د مياشتې ٣١ مه:
د مشرانو جرګې لمړي نايب محمد علم ايزديار د يكشنبې په ورځ د جوزجان ولايت له والي او د سنا مجلس د پخواني غړي بايمراد قوينلي سره د ملي شورا په مقر كې وكتل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې كتنه كې نوموړي د پراختيايي او بنسټيزو پروګرامونو او د امنيت په ټينګښت كې د خلكو د همكاريو په اړه معلومات وړاندې كړل ويې ويل چې سيمه ييزې ادارې د خلكو د اقتصادي او ټولنيزو خدمتونو په وړاندې كولو كې كوښښ كوي او زياته يې كړه چې په دې ولايت كې د رايې وركونې د كارتونو د ويش لړۍ دوام لري او خلك په ټولټاكنو كې د ګډون او د خپل سياسي برخليك د ټاكلو علاقمند دي . نوموړي په خپلو خبرو كې د دې ولايت د خلكو اړتياو ته د رسيدګۍ په موخه د سنا مجلس د همكارۍ غوښتونكې شو .
د مشرانو جرګې لمړي نايب د نوموړي د خبرو له اورېدو وروسته ، څرګنده كړه چې مشرانو جرګه به د خپلو قانوني واكونو په چوكاټ كې د دې ولايت د خلكو د غوښتنو په برخه كې همكاري وكړي .
دغه راز د مشرانو جرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان هم د جوزجان ولايت له والي بايمراد قوينلي سره وكتل .
دويم نايب ، د دې ولايت د والي په توګه د نوموړي ټاكل يو پر ځاي اقدام وباله هيله يې څرګنده كړه چې نوموړې د سولې په تينګښت او د شخړو په لمنځه وړو او په دې ولايت كې د مرستو د جلب او د ټولګټو پروژو په پلي كېدو كې ګټور واقع شي . د جوزجان والي د مننې تر څنګ د روغتيا ، پوهنې او برېښنا په برخو كې د دې ولايت د اوسېدونكو ستونزې په ډاګه كړې هيله يې څرګنده كړه چې مركزي حكومت دې په دې برخو كې عملي ګامونه پورته كړي .
همدا راز د مشرانو جرګې دويم نايب په داسي حال كې چې د معلولينو او شهيدانو د پاتې كسانو د چارو د كميسيون مرستيال عبدالباقي بريال او يو شمېر سناتوران هم حاضر وو ، د يو شمېر ولايتونو د معلولينو له استازو سره وكتل او د دوي سيمه ييزې ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل .
په كتنه كې يو تن د نورو په استازيتوب د سولې د بهير په اړه خبرې وكړې ويې ويل سوله د ټولنې اساسي اړتيا ده كولاي شو د ملي ګډون له لارې دې مهم امر ته ورسيږو او وړانديز يې وكړ چې د معلولي برخې كارپوه او نخبه كسان دې هم د سولې په عالي شورا او د دې په سيمه ييزو دفترونو كې وګمارل شي تر څو دوي هم په دې ملي بهير كې خپله ونډه ادا كړي .
د مشرانو جرګې دويم نايب د جهاد او مقاومت په پروسه كې د معلولېنو له فداكاريو يه نېكۍ يادونه وكړه ويې ويل : معلولو كسانو د خپل بدن د يوې برخې په قرباني كولو سره توانېدلي تر څو خپل هيواد څخه اشغالګران وشړي او بايد د چارو مسئولين د دوي فداكاريو ته د قدر په سترګه وګوري او د دوي د ستونزو د حل سربيره د سولې په عالي شورا كې دوي سهيم كړي او ژمنه يې وكړه چې د دوي غوښتنې به له مسئولينو سره طرحه كړي .#
0 2 دقیقې لوستل