کابل- باختر دمرغومي څليرويشتمه:
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار په داسې حال کې چې د غزني ولايت يو شمېر سناتوران هم حاضر وو؛ د غزني پيژندنې په برخه کې د غزني ولايت دعاملانو د ټولنې له رييس او ځينو غړو سره د خپل کار په دفترکې وکتل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې ددغې ټولنې رييس د اسلامي ثقافت دپايتخت په توګه دغزني ولايت دمعرفي کولو په لاره کې د خپلو کړو وړو د تيارى په باب معلومات ورکړه او زياته يې کړه چې دغه مرکز په دې بريالى شوى دى چې ټولې مقالې په شپږو ټوکو کتابونوکې چې دغزنويانو دطلايي دورې معرفي کول او له جغرافيايي موقعيت سره يې جوخت، د تاريخي څلو اوسيمو پيژندنه پکې شامله ده؛ د ځينو مخورو اشخاصو اومرستندويو مرکزونو په همکارى چاپ کړى دى او نور فرهنګي کارونه هم چمتو شوي دي؛ خو د بودجې دکمښت په نسبت پلان شوي کارونه له خنډونو سره مخامخ دي او له مشرانوجرګې څخه وغوښتل چې د دغې ستونزې په حل کولو کې له دغې ټولنې سره همکاري وکړي .
دسنا مجلس لومړي نايب د هغوى دخبرو له اورېدو وروسته وويل: په افغانستان او په تېره بيا دغزني په لرغونې ولايت کې د اسلامي ثقافت دکنفرانس جوړېدل، د ټول ملت لپاره يو ستر برياليتوب دى او وياړنې يې دهيواد په ټولو اوسيدونکو پورې اړه لري اوڅرګنده يې کړه:
د مشرانو جرګه به د خپلو قانوني صلاحيتونو په چوکاټ کې له هغوى سره همکاري وکړي او ټينګار يې وکړ چې د دغه ولايت والي دې د دغې ټولنې دمالي ستونزو د حل کولو لارې چارې هم ولټوي .