محمد علم ايزديار دلوى څارنوالۍ له مرستيال سره وکتل

– کابل باختر دتلي اتمه
دمشرانو جرګي  لومړى نايب  محمد علم ايزديار نن  دهيواد دلوى څارنوالۍ  له مرستيال سره   دخپل کار په دفتر کې وکتل .
  دمشرانوجرګي  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ، په دي کتنه کې د تورنو کسانو ددوسيو د نه څيړل کېدو ، له ټاکلي مودي  څخه  زيات په جيل کې  دبنديانودپاتي کېدو او دلوګر ولايت  ددريو تنو  بنديانو د شکايتونو په باب  خبرې وشوې .
  په دې کتنه کې دلوى څارنوالۍ مرستيال  د تورنوکسانو  دددوسيو  دپړاونو  دبشپړولو په باب  څرګندونې وکړي  او ويې ويل لوى څارنوالۍ دبيلابيلو ارګانونو او ادارو په ګډون  يو کميسيون  جوړ کړي دي  چې دغه دوسيې  وڅيړي .
لکه څنګه چې  دشپاړسو تنو  نسبتي دوسيې  څيړل  شوي دي  او له بند څخه ازاد شوي دي . او دغه بهير دوام لري .
  د سنا مجلس لومړۍ نايب  ددغه کميسيون دکار دبهير د هرکلي په ترڅ کې  ټينګار وکړ  دهغو کسانو ددوسيو په څيړنې چې  عمر يې لوړ دي ،  په نه علاج وړ ناروغيو اخته دي  او هغه کسان چې د نغدي جريمې د توان  دنه لرلو له امله  بنديان دي ، هلې ځلې وشي . او څرګنده يې کړه  چې دغه ستونزه به  دمشرانو جرګي دشکايتونو داوريدو دکميسيون له لاري  حل شي .
  دغه راز  دمشرانوجرګي  لومړى نايب  دبغلان ولايت  دولايتي شورا  له پخواني رييس  او يو تن مخور  ډاکتر  پيکان حيدري سره وکتل .
په دې کتنه کې  ده د پرمختيايي پروژو  دنه تطبيق ،  دروغتيايي مرکزونو  د نشتوالې ، دکرنې سکتور ته  دنه پاملرنې او د ځينو  نورو مسئلو  په برخه کې  ددغه ولايت  ستونزي  طرحه کړي  او  دحل کولو په برخه کې يې  دمشرانو جرګي  دهمکاري غوښتنه وکړه .
  د سنا مجلس لومړى نايب محمد علم ايزديار  په هيواد کې اوسني ستونزي د ډاډمن امنيت د نه شتون او په ادارو کې د اداري فساد د پراختيا زيږنده وبللي او په دې لاره کې يې  په جدي او پراخې مبارزي باندې  ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه  چې دمشرانوجرګي  داړوندو کميسيونونو له لاري به  ددغه ولايت  دستونزو په حل کولو اقدام  وشي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته