محمد ظاهر اغبر د يو هيئت په مشرۍ ايران ته روان شو.

کابل – باختر دمرغومې ديرشمه  :
د المپيک دملي کميټې لوى رييس محمد ظاهر اغبر د يو هيئت په مشرۍ نن ايران ته روان شو.
د المپيک دملي کميټې دخپرونو آمرسميع دره يي باختر آژانس ته وويل : د دغه سفر هدف په ايران کې له ميشتو افغان مهاجرو ورزشکارانو سره کتنه ، د هغوى ترمنځ د نويو ظرفيتونو پيدا کول او په ٢٠١٦ ميلادي کال کې د المپيک په سياليو کې د ګډون لپاره د ورزشکارانو چمتوکول دى.
يوه اړونده خبرځاى زياته کړه: د دغه هيئت سفر په ايران کې د ميشتو افغان مهاجرو ورزشکارانو په بلنه او د ايران د ورزش له ادارې سره په همغږي کې شوې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته