فرهنګTOP

محمد طاهر زهیر د مولانا جلال الدین محمد بلخي د “فيه مافيه” کتاب د پښتو ژباړې هرکلی وکړ او هغه یې وستایله

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
د حضرت مولانا جلال الدين محمد بلخي د “فيه مافيه” کتاب د پښتو ژباړې چې په دغو وروستیو کې له چاپه راوتلې ده، نن په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې مخکتنه وشوه.
د حضرت مولانا جلال الدين محمد بلخې “فيه مافيه” کتاب د هېواد يو ځوان ژباړن محمد جواد نيوش په درېيو کلونو کې په پښتو ژبه ژباړلى دى چې د حضرت مولانا له تلین سره جوخت یې مخکتنه وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه کتاب د مخکتنې په مراسمو کې چې يو شمېر فرهنګيانو، پوهانو، ليکوالو او شاعرانو ګډون لاره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير وويل: که څه هم د “فيه مافيه” کتاب څو ځلي په پښتو ژباړل شوى دى؛ خو دا ځل دغه کتاب د هېواد يو تکړه ځوان ژباړلى او لږه شرحه یې هم وکړې ده چې دا کار یې د قدر وړ دى او د فرهنګي ټولنې له نامه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ورته د برياليتوب هيله کوم.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې که د دويم ځل لپاره د ياد کتاب د چاپ لپاره اړتيا وليدل شي؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همکاري ته چمتو دى.
په دغو مراسمو کې يو شمېر ليکوالو، شاعرانو او فرهنګيانو د حضرت مولانا د “فيه مافيه” کتاب په اړوند خبرې وکړې.
دغه راز د مخکتنې په مراسمو کې د دغه کتاب ژباړونکي محمد جواد نيوش وويل: سره له دې چې “فيه مافيه” د مولانا هغه تقريرات دي چې نورو ليکلي دي؛ خو په عين حال کې دا پوخ، ټينګ او روان نثر دى او کېداى شي د اوومې پېړۍ د صوفيانه پارسۍ د نثر بېلګه وګڼل شي.
هغه وويل: درې کاله مې کار وکړ، زیار مې ویوست او بريالى شوم چې د حضرت مولانا د “فيه مافيه” کتاب پښتو ژباړه له شرحې سره مينه والو ته وړاندې کړم. په لومړي چاپ کې مې له خپلې شخصي بودجې څخه د دغه کتاب ۵۰۰ ټوکه چاپ کړل او د دويم چاپ لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د همکارۍ ژمنه کړې ده. د عرفاني آثارو په طبقه بندۍ کې، “فيه مافيه” په دويم ژانر کې يعنې په تصوف او عرفان پورې اړوندو نظریو کې راځي. “فيه مافيه” هغه يادداښتونه دي چې په شاوخوا ٣٠کلونو کې د مولانا ویناوې رانغاړي.
په دغه کتاب کې مولانا د عرفان او تصوف مسايل بيان کړي دي او نورو هغه يادداښت کړي دي او په پاى کې له تصحيح او تحقيق وروسته په ٧٠ لنډو فصلونو کې د “فيه مافيه” په نامه د کتاب په بڼه جوړ شوی دی.
د څېړونکو د څرګندونو له مخې؛ دغه کتاب د مولانا له مړينې وروسته، د هغه شاګردانو او مريدانو “فيه مافيه” نومولی دی.
پاى \ ذ\ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته