محمد طاهر زهير: د ملموسو او ناملموسو فرهنګي ميراثونو ثبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کاري لومړيتوب کې دى
١٤- کابل / د مرغومي ١٨مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي اړيکو له رييس، د فرهنګ او هنر معینیت له رييسانو، سلاکارانو او د دغه وزارت د بشري منابعو له مسوولينو سره په غونډه کې د يونسکو په نړيوال سازمان کې د هېواد د فرهنګي ميراثونو پر ثبت ټينګار وکړ.
د غونډې په پيل کې د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي اړيکو رييس توريالي غياثي د ايران، ترکيې، آذربايجان او ازبکستان په نومونو د ميناتورۍ هنر د ثبت په اړه د دغو هېوادونو د اقدام په اړوند چې په دې وروستيو کې یې د ناملموس فرهنګي ميراث د بين الدولتي کمېټې د پنځلسمې غونډې پر مهال کړی دی، خبرې وکړې.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي سلاکار ډاکټر خوشحال روهي د ناملموسو فرهنګي ميراثونو په ثبت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هلوځلو په اړه د غونډې غړیو ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې دغه وزارت د ميناتورۍ هنر د مستند جوړولو دوسيه د نړۍ په ناملموسو فرهنګي ميراثونو کې د ثبت په خاطر چې لومړى بايد په ملي کچه بشپړه شي، تعقيب کړې ده او په راتلونکو اوونيو کې به د بهرنيو چارو وزارت له لارې يونسکو ته ولېږل شي.
هغه دغه راز د ملي اتڼ، رباب، نيزه بازۍ، نستعليق خط او د لرګيو پرمخ د کیندنې په ګډون د نورو فرهنګي ميراثونو د ثبت په اړوند خبرې وکړې او د یادو فرهنګي ميراثونو د ثبت په برخه کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اقداماتو يادونه وکړه.
ډاکټر روهي دغه راز د ناملموسو فرهنګي ميراثونو د مستند جوړولو، ثبت، څېړنې او سروې په برخو کې د آغاخان او فېروزکوه فرهنګي بنسټ د کارونو او همکاريو او دغه راز د ناملموسو فرهنګي ميراثونو ديپارتمنت په اړه چې آغاخان فرهنګي بنسټ جوړ کړى دی او د روزنيزو ورکشاپونو او پروګرامونو په جوړولو کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري کوي؛ معلومات ورکړل.
د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير زياته کړه: د ملموسو او ناملموسو فرهنګي ميراثونو ثبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کاري لومړيتوب کې دی او دغه وزارت پخوا د نړۍ په ميراثونو کې د ميناتورۍ هنر د ثبت په خاطر يونسکو سازمان ته په رسمي ليک کې موضوع د بهرنيو چارو وزارت له لارې تعقيب کړې ده او يونسکو د ليکونو د ترلاسه کولو او د ګډ ميراث په توګه د ميناتورۍ هنر د ثبت په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ډاډ ورکړى دى.
يونسکو دغه راز د ٢٠٢٠ کال د جولاى په ٣٠ مه په رااستولي ايمیل کې د ٢٠٢١ کال تر مارچ پورې د ميناتورۍ هنر د ثبت په خاطر د دوسيې د بشپړولو ډاډ ورکړى دى چې غړي هېوادونه کولاى شي د دغه ميراث د مالکيت له ادعا کوونکو هېوادونو سره له هوکړې وروسته سندونه بشپړ کړي او دغه سازمان ته يې واستوي.
په همدې اساس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نړۍ د ميراثونو په نوملړ کې د ميناتورۍ هنر د ثبت په خاطر اړوند سندونه برابر کړي دي چې په نږدې ورځو کې به د بهرنيو چارو وزارت له لارې يونسکو ته ولېږل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په لنډممکن وخت کې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د فرهنګي ميراثونو د ثبت او ساتنې رياست د تشکيل پر جوړولو، د فرهنګي ميراثونو د ثبت او ساتنې لپاره د کورنيو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو او د بهرنيو چارو وزارت له لارې له يونسکو سازمان سره د موضوع پر تعقيبولو ټينګار وکړ.
پاى \ج \ ذ