فرهنګ

محمد طاهر زهير د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى نوی رييس معرفي کړ

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د دغه وزارت د ګرځندوى نوی رييس مرتضی عزيزي د دغه رياست کارکوونکو ته معرفي کړ.
د باختر اطلاعاتي آژانس د خبر له مخې؛ محمد طاهر زهير د نوي رییس د معرفي کولو پرمهال په هېواد کې د ګرځندوى صنعت پر ودې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې د ګرځندوی صنعت د هر اړخيزې ودې او پراختيا په خاطر پراخ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.
هغه د دغو پروګرامونو په تحقق او په ګرځندوی رياست پورې د اړوندو چارو په لا ښه کولو کې د ګرځندوی نوي رييس ته د برياليتوب هيله وکړه.
په دغو مراسمو کې مرتضی عزيزي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه او د جمهوري رياست د باور له امله مننه څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې په هېواد کې د ګرځندوی صنعت د پراختيا او ښه والي لپاره هېڅ راز هلې ځلې نه سپموي.
د يادونې وړ ده چې مرتضی عزيزي د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون له مخې، د آزادې سيالۍ له لارې دغه بست ته لاره موندلې ده او جمهوري رياست یې د ټاکنې وړانديز منظور کړى دى.
عزيزي له څو کلونو راپدېخوا په دغه رياست کې دنده ترسره کوي او په دې برخه کې ښه کاري تجربه لري.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته