محمد طاهرزهيرد ډاکتر محمد سرور مولايي روغتیایي حالت وپوښت

کابل /د غويي ٢٦مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په تيلفوني اړيکه کې د هېواد د مشهوراو نوميالي فرهنګي شخصيت ډاکتر محمد سرورمولايي روغتیایي حالت وپوښت.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې تيلفوني اړيکه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر مولايي ته د اختر مبارکي وويله، د هغه روغتیايي حالت یې وپوښت او د لوی خدای له درباره یې ورته د بشپړې روغتيا اوسلامتيا هيله وکړه .
ډاکتر مولايي د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرست څخه مننه وکړه او ده ته یې په کارې چارو او هيواد اوخلکوته په خدمت کې د لا ډېرو برياليتوبونو هيله وکړه .
ډاکترمحمدسرور مولايي چې په ایران کې ژوند کوي د افغانستان یو مشهور شخصیت، فاضل ، عالم او پوه دى چې اوس له ورپېښې ناروغۍ کړېږي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته