ټولنه

محمد سرور دانش په قراني او علمي برخو کې يوشمير ځوانان اوتنکي ځوانان وستايل

کابل باختر دمرغومي يو ويشتمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه  سرور دانش نن په قراني  اوعلمي برخو کې يوشمير فعال ځوانان او تنکي ځوانان وستايل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه  حسين علي کريمي  چې دهندوستان دپونه پوهنتون د ٢٠١٤ ميلادي کال  دمحصلۍ ډيره ښه نړيواله رتبه او هم په تير ميلادي کال کې  دهندوستان  دمحصلۍ دپارلمان ډيره ښه وياندي ترلاسه کړې ده .  وستايل شو او دستاينې لوحه ورته ورکړى شوه .
دجمهور رييس دويم مرستيال  ده ته دبرياليتوب هيله وکړه او په لوړو  سويو يې دده دتحصيل  ددوام غوښتنه وکړه .
  دغه راز  په دې غونډه کې  دهرات ولايت دقايم ال محمد ددارالحفاظ  دمسوول  مجتبى خاوري ، دټول قران شريف دحافظې صديقې احمدي اودقران عظيم الشان دکوچنيو قاريانو مرتضى  حقيقي  او يدالله رضايي  درناوى وشو او هريوه ته يې دستاينې  لوحه ورکړى  شوه .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه  سرور دانش  په دې کتنه کې دغوځوانانو او تنکيو ځوانانو ته  دزياتو برياليتوبونو دهيلې په ترڅ کې څرګنده کړه هيله لرم هغه ګران ځوانان او تنکي ځوانان چې دقران کريم په زده کړې  ، حفظ  او لوستلو  بوخت دي  په راتلوونکې کې  دهيواد ستر قراني شخصيتونه وي  او ددغه اسماني کتاب دژوند بخښوونکو تعاليمو په لاره کې  هڅه او هاند  وکړي .
ده زياته کړه  که څه هم  دقران عظيم الشان په حفظ او لوستلو لاس پورې کول زيات برکتونه لري  خو مهمه دهغه انسانياو روح بخښوونکي مفاهيم او زده کړې دي چې هيله لرم  دهغو ټولو کسانو دپاملرنې  وړوګرځي چې په يو ډول نه يو ډول په قراني  برخوکې فعال دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته