فرهنګ

محمد رسول باوري: اغيزمن او ښه کارونه زياتو هلوځلو او پاملرنې ته اړتيا لري

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١١ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د بېلابېلو څانګو د رئيسانو د کار او فعاليت رپوټونه واوريدل.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
په دې غونډه کې د ملي آرشيف، ملي موزيم، ملي تياتر، عامه کتابتونونو، موسيقۍ، هنرستان، لرغونپوهنې،  د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميمولو، افغان فلم او د خلکو د فرهنګ رئيسانو د خپلو اړوندو څانګو د تېرو شپږو مياشتو د کار او فعاليتونو رپوټونه وړاندې کړل.
دوى دغه راز د اړوندو ادارو د راتلوونکو پروګرامونوپه باب معلومات ورکړل  او د لازمو امکاناتو د کمښت په ګډون خپلې کاري ستونزې بيان کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د رپوټونو له څيړنې وروسته سره له دې چې د اړوندو رئيسانو د کارونو قدرداني وکړه، خو دغه کارونه يې ناکافي وبلل او څرګنده يې کړه: ښه او اغيزمن کارونه زياتو هلوځلو او پاملرنې ته اړتيا لري.
ده ټينګار وکړ: هغو هدفونو ته په پاملرنې سره چې کار پرې کېږي، بايد هلې ځلې وشي چې د نظر وړکاري هدفونو ته د رسيدو په خاطر له اغيزمنو لارو چارو څخه استفاده وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته