سیاست

محمد حنيف اتمر : ډار اچوونکي ډلې په افغانستان کې دخپلو تشکيلاتو دبيا جوړولو په حال کې دي .

کابل باختردلړم دمياشتې اتمه :

دجمهور رييس دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر  داسوشيتد پرس له خبري اژانس  سره په خبرو کې طرحه کړه چې دداعش اودحقاني دشبکې په ګډون تروريستي ډلې  په افغانستان  کې دخپلو تشکيلاتو دبيا جوړولو په حال کې دي .

دباختر اژانس  خبريال ليکي:  دغه څرګندونې  په داسې حال کې کيږي چې دواشنګتن ټايمز ورځپاڼې  طرحه کړې ده چې دداعش ډله  په فعاله توګه په افغانستان  کې دسرتيرو په جلب او جذب  بوخته ده .  د ډار اچوونکو ډلو ستراتيژي معلومه ده دسيمې هيوادونه په هغې اخلاقي ژمنې سره چې  دخپلو خلکو  او دنړيوالې ټولنې په وړاندې يې  لري  که چيرې  په دغه حقيقت سترګې پټې کړي په مسلمه  توګه سيمه او نړۍ به له بل بحران سره مامخې شي .

دسيمې دهيوادونو صادقانه مشارکت  يواځې د ډار اچوونکو په وړاندې ددوه ګونو هدفونوپه تعقيبولو  سره کولاى شي دغه شان بحران پاى ته ورسوي خوکه چيرې دسيمې هيوادونه بيا هم دخپلو پراختيا غوښتوونکو هدفونو  دستراتيژيکي ګوزار په توګه استفاده وکړي  په حقيقت کې دخپل هيواد او دسيمې د هيوادونو په حق کې ستر ظلم کوي .

دافغانستان اسلامي جمهوريت په دغه تريخ حقيقت په پوهيدو سره په سيمه ئيزې اجماع ټينګار کړى دى او کوي يې چې ګڼې سيمه له کنترول څخه له وتلي بحران سره مامخه نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته